جمعه, اکتوبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

افغان سوله؛ د افغان حکومت، امریکا او سیمې د همغږۍ اړتیا

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اپریل 3, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

څو ورځې وړاندې امریکايي چارواکو د روسیې، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره د افغان سولې په تړاو دوه‌ورځنۍ خبرې اترې درلودې. د دغو خبرو په اړه زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې «موږ د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوو، د افغانانو لپاره سوله غواړو او د یوه داسې افغانستان غوښتونکي یو، چې بیا دغه هېواد هېڅکله زموږ لپاره د ګواښ سرچینه نه وي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو خبرو په تړاو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د (۲۰۱۹ ز کال د مارچ ۲۱ او ۲۲مه) په واشنګټن کې د افغانستان د سولې، نېکمرغۍ او امنیت په برخو کې د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې. په بیانیه کې ویل شوي، چې «دوی د افغانستان خپلواکۍ، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او دغه هېواد به خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرېکړې په خپله کوي».

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دغو دوو ‌ورځنیو خبرو وروسته ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او اوربند وروسته به بیا دغه هېواد ته جګړه را ونه ګرځي.

د افغان سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو ارزښت، د دغو هېوادونو ګټې او دا چې افغان سوله د امریکا، افغان حکومت او سیمې د هېوادونو همغږۍ ته څومره اړتیا لري، هغه موضوعات دي چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

افغان سوله او سیمه‌ییزې ګټې

د افغانستان موقعیت ته په کتو سره، د دغه هېواد سوله او ثبات د سیمې پر امنیت او ثبات اغېز لرونکی دی. له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې هم وښوده، چې یو ناآرام افغانستان د سیمې د ثبات په ګټه نه دی؛ له همدې کبله په اوس‌مهال کې تقریباً د سیمې ټول هېوادونه په رسمي توګه د افغانستان سوله او ثبات په خپله ګټه بولي.

که څه هم د سیمې د هر هېواد ګټې په افغانستان کې بېلابېلې دي او تر ډېره د افغانستان په قضیه کې له همدې امله ننګونې هم زیاتې دي؛ خو بیا هم په ټوله کې له پورتنۍ خبرې سره، چې د افغانستان سوله او ثبات ده، په اوسمهال کې ټول موافق دي.

د بېلګې په توګه، روسیه او چین دواړه غواړي په اوږد‌مهال او منځ‌مهال کې امریکایي سرتېري په افغانستان کې نه وي او له همدې امله د امریکا ـ طالبانو له خبرو هم ملاتړ کوي؛ خو له افغانستانه ژر د بهرنیو ځواکونو وتل بیا هم د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي. ځکه دا به په افغانستان کې د واک تشه رامنځته کړي او د دې وېره شته، چې هېواد به د ۹۰مې لسیزې په څېر بیا د بحران پر لور بوځي.

په بل اړخ کې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ له اوسنیو ګرمو اړیکو خوښ نه دی؛ پاکستان غواړي چې دغه ګرمې اړیکې همداسې ګرمې پاتې نه شي او په افغانستان کې د هند اغېز راکم شي. له همدې کبله پاکستان په افغانستان کې د يوه داسې نظام هيله لري، چې دوی پرې نفوذ ولري.

په سیمه کې ایران هم د روسیې او چین په څېر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره اندېښنې لري. دغه‌راز همدا درې واړه هېوادونه له دې هم اندېښنه لري، چې شاید امریکا به د داعش تر شا لاس ولري. همدا لامل دی، چې د داعش د فعالیت له زیاتوالي سره دوی له طالبانو سره اړیکو غځولو ته اړ شول، څو له دې لارې پر امریکا فشار راوړي.

په افغان سوله کې د سیمې د همکارۍ ارزښت

که څه هم د افغان سولې په تړاو د امریکا ـ طالبانو روانې خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې ورځ تر بلې هیله بښونکې کېږي؛ خو په ورته وخت کې بيا په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو رول هم له پامه نه شي غورځول کېدای. په افغانستان کې د روانې جګړې پېچلتیا او ښکېلو ډلو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د سیمې د ځواکمنو هېوادونو همکاري پوره ارزښت لري او یو اړين ګام دی چې پورته کول یې د افغان سولې له پروسې سره مرسته کولای شي.

د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو پیل او له تېرو څو میاشتو راهیسې د زلمي خلیلزاد سفرونه ښيي، چې امریکا هم د افغان سولې په برخه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو پر ارزښت قایله ده. دغه‌راز امریکا هڅه کوي، چې د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې کمې کړي او په دې برخه کې یې ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې ترڅنګ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مخامخ خبرو اترو په تړاو هم انګېرنې دا دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ که هوکړه کېدونکې وي، د سیمې ځینې ځواکمن هېوادونه به د دې هوکړې د تطبیق تضمین کوونکو په توګه ډګر ته رامخته کېږي. په دې تړاو، د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازو سره د خلیلزاد له خبرو وروسته، د افغانستان لپاه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبریالانو ته ویلي چې، طالبان هڅه کوي څو باوري شي، چې روسیه او ځینې نور هېوادونه د دوی او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړو تضمین کوونکي دي.

پر دې ټولو سربېره، د افغان سولې په تړاو په روانو خبرو کې افغان طالبان هم د تضمین کوونکي په توګه د سیمې هېوادونو ته اړتیا لري، څو نړیوالو ته د دوی له لوري هم د تضمین کوونکي رول ادا کړي.

پایله

په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ننګوونکې دا ده، چې څرنګه د افغان حکومت-امریکا-سیمه‌ییزو هېوادونو او طالبانو ګټې په یوه چوکاټ کې په نظر کې ونیول شي، څو دا پروسه بریالۍ شي. له همدې امله په دې تړاو د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد مسلسل سفرونه، په افغانستان کې له حکومتي او سیاسي چارواکو سره لیدنې او له طالبانو سره ناستې په همدې دلیل دي.

د افغان سولې په تړاو د روسیې، چین او اروپایي ټولنې له استازو سره د خلیلزاد وروستۍ خبرې اترې هم د امریکا ـ طالبانو د خبرو اترو د بریا لپاره مهم ګام و، دا هڅې د دواړو لورو ترمنځ د شته بې‌باوریو د ختمولو په تړاو او یوې نوې مرحلې ته د سولې د خبرو رسېدو په پار دي.

داسې برېښي چې د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ به په نږدې راتلونکي کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو، له سخت‌ دريځو ډلو سره د طالبانو پرېکون او دا چې افغان خاوره به د امریکا او نړیوالو پرضد نه کارول کېږي، یوه هوکړه وشي؛ خو بین الافغاني خبرې (چې د طالبانو او افغان سیاسي ډلو ترمنځ نه وي، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي) او اوربند اعلانول به تر ټولو لویه ننګونه وي او ښایي وخت وغواړي.

په ټوله کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان حکومت ستراتېژۍ ډېر توپیر لري، چې همدې توپیر د افغان سولې په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي. طالبان غواړي لومړۍ له امریکا سره د سرتېرو د ایستلو پر موضوع او دا چې افغان خاوره به د امریکا او نړیوالو پرضد نه کارول کېږي، خبرې پای ته ورسوي او یوه هوکړه وکړي. بین‌الافغاني خبرې د هېواد له ټولو سیاسي، جهادي او مدني ډلو سره غواړي؛ خو پرته له افغان حکومت څخه، دغه راز اوربند هم هغه جنجالي فکټور دی چې ښایي د بین الافغاني خبرو اترو تر هوکړې وروسته یې په اړه خبرې وشي.

په بل اړخ کې افغان حکومت بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ له مخامخ خبرو ناخوښ دی او له همدې امله په وروستیو کې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې یو ډول بې‌باوري را ټوکېدلې ده. د افغان سولې په تړاو که چېرې افغان حکومت ونه توانېږي، چې د سولې مشري ترلاسه کړي، ښایي ولسمشر غني د سولې له دې پروسې سره پوره پرېکون اعلان کړي، چې هغه وخت به یې پایلې د هېواد او ملت په خیر نه وي.

Share19Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کاناډا دوه لسيزې وروسته د ملي امنیت لومړۍ ستراتیژي خپره کړه

اکتوبر 30, 2026

ایران تراوسه د امریکا د مرستیال ولسمشر پیغام ته ځواب نه دی ورکړی

اکتوبر 30, 2026

حوثيانو د سعودي عربستان د تېلو او ملکي هوايي تاسیساتو او پوځي ځایونو بریدونه کړي

اکتوبر 30, 2026
This photo provided on Oct. 30, 2026, by the North Korean government shows an exhibition of a variety of attack and other drones at the Wonsan-Kalma coastal tourist area, North Korea, Thursday, Oct. 29, 2026. Independent journalists were not given access to cover the event depicted in this image distributed by the North Korean government. The content of this image is as provided and cannot be independently verified. Korean language watermark on image as provided by source reads: "KCNA" which is the abbreviation for Korean Central News Agency. (Korean Central News Agency/Korea News Service via AP)

کیم جونګ اون د ډیموکراتیکې کوریا د “بې پیلوټه الوتکو د ټېکنالوژۍ پرمختګ – ۲۰۲۶” نندارتون کې ګډون وکړ

اکتوبر 30, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In