شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

افغان سوله او سیمه ییزه نارضایتي

اگست 6, 2019
in دریځ
0 0

په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې خبره له پخوا کېږي. پاکستاني چارواکو او سیاستوالو تل ویلي چې د افغانستان ستونزه تر هغو نه حل کېږي، څو چې د کشمیر ستونزه نه وي حل شوې. اوس چې د سولې په خبرو کې د پرمختګونو خبره شوې ده، یو ځل بیا په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې خبره ګرمه شوې ده. تازه په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی شوی دی. د پاکستان د ملي امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې پر چاره بوخت دي، خو هند غواړي په جمو او کشمیر کې د ستونزو د را پیدا کولو په واسطه د افغانستان سولې ته ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان سوله ولې یو ځل بیا د هند او پاکستان ترمنځ له ستونزو سره تړل شوې ده؟

د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې هند څنګ ته شوی دی او له همدې امله ناراضه ښکاري. ویل کېږي چې په کابل کې د سولې پر ضد د ځینو دولتي او نادولتي غږونو تر شا هم د هند لاس دی. پاکستان بیا په دې پروسه کې داخل دی او له امریکا سره په افغان سولې کې یوې بلې ژورې معاملې ته کېوتلی دی. امریکايي چارواکي په ظاهره له اسلام اباد څخه خوښ دي، پرله پسې امتیازات ورکوي او آن داسې ویل کېږي چې د سولې روانه پروسه د امریکا او پاکستان ترمنځ یوه نوې معامله ده. دا ښکاره ده چې د سولې ستره برخه د پاکستان پر محور را څرخي. همدې چارې هند ناراضه کړی او ښايي دا ادعا سمه وي چې هند غواړي له پاکستان سره په کشمیر کې ستونزې را پیدا کړي او د پاکستان پام د افغان سولې له معاملې بل لور ته واړوي.

په افغانستان کې د رښتینې سولې لپاره دا اړینه بلل کېږي چې ټول کورني، سیمه ییز او نړیوال اړخونه تر یوه بریده راضي وي. پکار ده چې هر لوری د بري احساس وکړي، نه دا چې څوک فکر وکړي دوی یې بایلي. وروستي بدلونونه همداسې دي چې هند فکر کوي په افغانستان کې دوی لوبه بایلي او ټوله هغه پانګونه یې پر اوبو لاهو کېږي چې اتلس کاله یې په افغانستان کې کړې ده. پاکستان بیا د بري احساس کوي، ځکه له یوه اړخه واک ته د طالبانو په رسیدو کې خپلې ګټې ویني او له بله اړخه امریکا ترې راضي ښکاري. د هند ترڅنګ، ایران هم په دې معامله کې څنګ ته شوی او له همدې امله یې څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د رښتینې سولې لپاره باید ګاونډي هېوادونه په دې چاره کې رول ولري. د چین او روسیې اندېښنې هم شته او که پاکستان د دغو هېوادونو له خوښې پرته له امریکا سره یو اړخیز وړاندې ولاړ شي، نو چین او روسیه به هم ستونزې جوړې کړي.

د افغان ستونزې په حل کې که کوم لوری هېرېږي، څنګ ته کېږي او د بایلولو احساس ورکول کېږي، نو سوله ستونزمنېږي. له همدې امله پکار ده چې ټول لوري په دې چاره کې ښکېل شي او هر څوک که د بریا احساس نه کوي، لږ تر لږه د بایللو احساس خو باید ونه لري.

Share14Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In