پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان کارپوه: د امريکا د بادارۍ تر سيوري لاندې((د چين د نړيوال مديريت وړانديز)) ډېر اهميت لري

جنوري 14, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د ۲۰۲۶م کال په پيل کې د امريکا ځانګړي پوځي ځواکونه  په زور ونزويلا ته ننوتلي او د دې هېواد ولسمشر مادرو يې ونيوه. د دې ترڅنګ امريکا هم د ایران په دننه کې شخړو لمن وهلې ده او هم یې  دغه هېواد ګواښلی چې هغوی ته به ضربه ورکړي. امريکا بيا د يو لړ ناوړو کړنو له لارې نړيوالو ته د دوی هغه نيت ښودلی چې په نړۍ کې د بادارۍ په لټه ده. خو کله چې(د ځنګل قانون) د ملګرو ملتونو د منشور پر ځای غوره شوی دی، د نړيوال مديريت سيستم له بې ساري ننګونو سره مخ شوی دی. نو د دې حالت پر وړاندې((د چین د نړيوال مديريت وړانديز)) ډېر ارزښتناک بلل کېږي. په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن خبريالې له افغان سياسي شنونکي ولي الهام سره مرکه وکړه. هغه وويل چې د امريکا د بادارۍ تر سيوري لاندې د چين د نړيوال مديريت وړانديز ډېر مهم ارزښت لري.

د ۲۰۲۶م کال د جنوري په درېیمه نېټه، د امريکا سي اېن اېن تلويزیوني شبکې خبر ورکړی چې د ونزويلا ولسمشر مادرو او مېرمن يې په خپله کوټې کې د امريکا د ځانګړو پوځي ځواکونو له خوا ونيول شول. په نړۍ کې مختلفو هېوادونو د امريکا دغه کړنه وغندله او ورڅخه يې غوښتنه کړې چې سمدلاسه مادرو خوشی کړي. د دې ظالمانه کړنې د يادونې په ترڅ کې ښاغلي ولي الهام داسې ويلي چې د امریکا له لوري د وینزویلا ولسمشر مادورو او د هغه د مېرمنې د کور په دننه کې نیول، دا څرګندوي، چې امریکا په نړیواله کچه لا هم د زور، مداخلې او د قانون د دوه‌ګوني معیارونو سیاست کاروي. امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو په موخه داسې تګلارې عملي کوي، چې له نړیوالو قوانینو، ملي حاکمیت او سیاسي اخلاقو ښکاره سرغړونه ده. دا ډول چلند نورو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي چې واشنګټن د زور او فشار له لارې خپلې غوښتنې تپي او د دولتونو خپلواکي تر پښو لاندې کوي. پر افغانستان باندې د امریکا بې دلیله یرغل هم د همدې تګلارې یوه روښانه بېلګه وه. امریکا په رسمي اعلامیو کې ترهګرۍ او وسلوالو ته د ځواب ورکولو پلمه راوړه، خو حقیقت دا و چې یرغل د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف او د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي نفوذ لپاره پلان شوی و. د دې یرغل له امله میلیونونه افغانان بې ‌ځایه شول، هېواد یې له اقتصادي، ټولنیز او امنیتي بحرانونو سره مخ شو او د افغانستان د ملي حاکمیت بنسټونو سخت زیان ولید. دا ډول کړنې ښيي چې امریکا په نړیواله کچه متخطي او زورواک سیاست لري، چې د هېوادونو داخلي حاکمیت ته ارزښت نه ورکوي او د خپلو سیاسي موخو لپاره له مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو کار اخلي.

په وروستيو کې امريکا همدارنګه ايران ګواښلی چې هغوی ته ضربه ورکړي او په ورته وخت کې يې هم له امريکايانو څخه له ايران څخه د وتلو غوښتنه کړې ده. ټرمپ وايي چې سپينه ماڼۍ پر ايران پوځي بريدونه په خپلې اجنډا کې شامل کړي دي. د امريکا د يو لړ دغو کړنو له کبله پخوانی نړيوال نظم هم له ننګونې سره مخ دی. په دې اړه ښاغلي ولي الهام وويل چې دا وضعیت په ښکاره توګه د نړیوال نظم د نابرابرۍ او جدي خطرونو ښکارندوی دی. کله چې یو ځواک لکه امریکا د زور، پوځي ګواښونو او اقتصادي فشار له لارې خپلې غوښتنې پر نورو هېوادونو تحمیلوي، دا نه یوازې له نړیوالو اصولو سرغړونه ده، بلکې د ملتونو د حاکمیت او د سوله ‌ییزو اړیکو توازن هم له منځه وړي. د ایران پر وړاندې وروستي ګواښونه او د امریکايي وګړو د ایستلو غوښتنه د نړیوال سیاست دوه‌ ګوني معیارونه په ډاګه کوي. داسې چې د یوه هېواد لپاره د یو اقدام مشروع کړنه وي، خو د بل هېواد لپاره بیا په دغه برخه کې حقوق او استقلال له پامه غورځول کېږي. دغه ډول کړنې د نړیوال امنیت، اقتصادي ثبات او سیمه‌ییزو اړیکو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي او څرګندوي چې اوسنی نړیوال نظم تر ډېره د زورواکانو په ګټه جوړ شوی، نه د ټولو هېوادونو د مساوي حقونو پر بنسټ.

رښتيا ده چې د مساوي حقونو لرل د ټولو هېوادونو لپاره ډېر مهم بلل کېږي. د  چين د نړيوال مديريت وړانديز په همدې لامل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندیز شوی او د ټولو هېوادونو مساواتو ته ډېر ارزښت ورکوي. د ښاغلي ولي الهام په نظر پخوانی نړيوال مديريتي سيستم له اوسني وضعيت سره سمون لري. نو د چين یاد وړانديز د اوسنۍ نړۍ د نابرابرۍ لپاره ډېر مهم دی. هغه وويل چې د چین له خوا وړاندیز شوی د نړيوال مديريت او د نړیوال نظم د اصلاح وړاندیز په اوسني نابرابر نړیوال وضعیت کې ځانګړی ارزښت لري. چین د سولې، اقتصاد او همکارۍ پر بنسټ نړیوال سیاست ترویجوي او هڅه کوي چې د زور او پوځي ګواښ پر ځای د خبرو اترو، سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل کړي. په دې چوکاټ کې د نړیوال نظم د اصلاح طرحه کولی شي، د امریکا د یو طرفه او متخطي سیاست پر وړاندې یو متوازن بدیل او د فشار کمولو وسیله وي. د یادونې وړ ده، چې دا طرحه یوازې د همکارۍ، سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ پر اصولو اغېز لري. که څه هم دا تګلاره د نابرابرۍ د قابو کولو په موخه مثبت ګام دی، خو د دوامدارې اغېزمنتیا لپاره نړیوال مذاکرات، اقتصادي همکاري او د اصولو تطبیق اړین دي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In