د چين د لرغوني اثارو د ملي ادارې چارواکو د سپتمبر په ۱۶مه او ۱۸مه نېټه د امريکا په واشنګټن او نيويارک کې ۶۴ کلتوري اثار او د لرغونو مخلوقاتو فوسيلونه بېرته ترلاسه کړي دي.

دغه اثار د امريکا د کورني امنیت تحقیقي ادارې او د نيويارک د مانهاتن سيمې د څارنوالۍ دفتر لخوا د چين لوري ته بېرته ورکول شوي. په دغو اثارو کې د چين د تيان لونګ غره د ۱۷م غار د بودا مجسمه، د خښتو مجسمې او د لرغوني مخلوفاتو فوسيلونه شامل دي.

دغه کلتوري او هنري اثار او د لرغونو مخلوقاتو فوسيلونه د امريکا اړوندو ادارو لخوا د قانون پلي کولو په فعاليت کې نيول شوي دي.































