جمعه, اکتوبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

امریکا او طالبانو د ډوډۍ پر مېز څه ویل؟

لیکنه: شعیب شریفي

مې 19, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

څو ورځې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د خبري پوښښ لپاره په دوحه کې د خبرو خونې تر انګړ مې ځان رسولی و او د تړلو دروازو تر شا شپږم پړاو خبرې روانې وې.

په درېیمه ورځ فضا یو ځل بدله شوه. زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: «د سولې د هر پړاو پایله دا ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې دې وسلې پر ځمکه کېږدي او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه سلا وکړي او موږ  تیار یو».

د هغې ورځې په ماښام قطریانو یو ښایسته او مشهور هوټل طالبانو او امریکایانو ته د مېلمستیا لپاره ځانګړی کړی و او د عربي خوړو بوی ټول دهلېز نیولی و او هوټلیان د بوفې ډوله ډکو دیګونو مخ ته د مذاکرې له خونې راوتونکو مېلمنو ته منتظر وو.

د شپې تر نهه نیمو بجو خبرې روانې وې. خو کله چې دروازه پرانیستل شوه، طالبانو بیرون ته مخه کړه، خپل ځیرک ټلېفونونه یې له هغو صندوقونو را واخیستل چې د قطري امنیتي کسانو لخوا ساتل کېدل او بیا د هوټل انګړ ته لاړل.

زه ساعتونه دې ته په تمه وم چې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د قطر د امنیتي کسانو له سترګو لرې خبرې وکړم.

د ښاغلي عباس ستانکزي په ګډون، پنځه نور طالب مرکچیان چې هیجاني او جدي ښکارېدل، د هوټل د انګړ يوه څنډه کې سره را ټول شوي وو او خپلو لوړ پوړو چارواکو ته یې غږیز پیغامونه لېږل «د نوي حکومت جوړول، د سفارت رامنځ ته کول… موږ داسې وویل، هغوی دا ډول وویل”. دا هغه څه وو چې د دوی ترمنځ رد او بدل کېدل.

ښځه او نظامیان

داسې برېښېده چې ښاغلي خلیلزاد په درېیمه ورځ طالبانو ته د مرکچي مېز پر سر ښه انتخاب وړاندې کړی و. د طالبانو استازي او امریکايي مرکچیان چې دوه پوځیان او کورتۍ لمن کې یوې مېرمن چې د پښو په رنګ جورابې یې په پښو وې، پر هغه مېز سره ګډ ناست وو چې له لسو ډولو زیات خواړه پرې اېښي وو.

دواړه لوري د ډوډۍ پر مېز، د جګړې له میدان نه لرې له یو بل څخه خوښ برېښېدل.

د هوټل هغه کارکوونکي چې ډوډۍ یې پر مېزونو وېشله، کېدای شي فکر به یې نه کاوه چې دا دواړه غاړې دې له دې ښایسته هوټل نه دوه زره کیلومتره لرې یعنې په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې جنګېږي او د یو او بل د وینو تږي دي.

یوه امریکايي چارواکي د طالبانو د یوه مرکچي د خبرو په تاکید ویل: «ستاسو نظر مې خوښ شو» او د طالبانو استازي ورته وویل: «بیا ونه وایې چې موږ له ډیپلوماسۍ سره اشنا نه یو».

لږ وروسته مې د طالبانو له یوه مهم غړي چې په تېرو دوو ورځنیو ناستو کې یې ګډون درلود وپوښتل، هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «زموږ او د امریکايي پلاوي ترمنځ هېڅ ستونزه نشته، خبرې په ښه ډول مخ ته ځي».

ما د ښاغلي خلیلزاد د ټوېټر پیغام ته اشاره وکړه، هغه ویلي وو، طالبان باید خپله وسله پر ځمکه کېږدي او ومې ویل چې بهر ټول اندېښمن دي، چې خبرې له کوم خنډ سره مخ نه شي.

خو هغه د خلیلزاد د ټوېټر بل پیغام ته اشاره وکړه چې ویلي یې وو، د جګړې ښکېلې خواوې دې وسله پر ځمکه کېږدي، هغه د ویاړ په لهجه وویل، دا بيخي د تعجب خبره ده چې یو امریکايي چارواکی اخر دې ته اړ کېږي چې ووايي، دواړه غاړې باید وسله پر ځمکه کېږدي.

د طالبانو دغه استازي وویل، ښاغلي خلیلزاد «د خپلې تېرې ورځې د تېروتنې د اصلاح لپاره» دغه پیغام لیکلی او په مانا لرونکې خندا سره یې ورو وویل، د خلیلزاد د ټوېټر او هغه څه چې زموږ سره د مذاکرو پر مېز د خبرو ډول دی، توپیر لري.

د بغلان برید او د دوحې مذاکرات

طالبانو تل په تېره بیا له پنځم پړاو خبرو وروسته، د اوربند موضوع ته حساسیت ښودلی دی. د طالبانو او امریکايانو تر منځ د خبرو په څلورمه ورځ طالبانو د بغلان په زاړه پلخمري ښار کې د پولیسو پر قوماندانۍ ډله ییز برید وکړ. په دغه برید کې له سلو زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

په همدغه دوحه ښار کې څو کاله وړاندې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو، چې کابل توند غبرګون پرې وښود. له بغلان نه کابو دوه زره کیلومتره لرې په دوحه کې د طالبانو یو مذاکره کوونکی مې ولید، چې د لمانځه د وقفې پر مهال مخکې له دې چې د مذاکرې د مېز پر لور لاړ شي، د بغلان د برید خبرونه یې په ځینو خبرې سایټونو کې کتل.

طالبان پر دې ډېر باوري دي چې په افغانستان کې د دوی د ډلې له خوا ورته بریدونه، د مذاکرو پر مېز د دوی د پلاوي دریځ نور هم قوي کوي.

له امریکا سره د خبرو بیا پیلېدل او په پسرلي کې د دې ډلې د عملیاتو زیاتېدل، کېدای شي ډېرو ته په دې مانا وي چې طالبان سولې ته لېوال نه دي، خو ځینې طالبان پر دې باور دي چې د جګړې زور اړین دی څو امریکایان هغوی جدي وګڼي او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي.

ښاغلي خلیلزاد د خبرو د شپږم پړاو د مذاکرو پر مېز نوې طرحه وړاندې کړه «د تاوتریخوالي او جګړې کمول چې اوربند ته لار هوار کړي». له دې وړاندې هغه تل په هر اړخیز اوربند ټینګار کړی و. دغه امریکايي استازي د خپلې نوې طرحې په اړه ونه ویل، چې نښتې باید د کومو شرایطو له مخې کمې شي، څو اوربند ته لار هواره شي. یادې طرحې په افغانستان کې د طالبانو لپاره د امن ځایونو ورکړې اټکل یو ځل بیا را ژوندی کړ.

ځینې پر دې باور دي چې د ښاغلي خلیلزاد موخه کېدای شي د سیمو او ولسوالیو په کچه اوربند وي، چې ورو ورو وغځېږي.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې وویل، د تاوتریخوالي د کمېدو د طرحې یوه برخه به دا وي، چې دوی په ښارونو کې خپلې حملې کمې کړي.

دې سرچینې تایید کړه چې له دې وړاندې هم د سیمې په کچه د اوربند خبره شوې وه، خو د دې سرچینې په باور د تاوتریخوالي کمښت به کېدای شي د اوربند په مانا نه وي.

د مذاکرو پر مهال پر نړیواله موسسه برید

د طالبانو او امریکانو ترمنځ په دوحه کې د خبرو په شپږمه ورځ، طالبانو په کابل کې په یوه نړیواله موسسه برید وکړ، چې په دغه برید کې پنځه تنه ووژل شول او له شلو زیات یې ټپیان کړل.

طالبانو وویل چې د کونټرپارټ انټرنېشنل موسسې، د امریکایانو د موخو لپاره په افغانستان کې څېړنه او فعالیت کاوه.

دغه برید په افغانستان او بهر کې په ځانګړي ډول د امریکا غوسه را وپاروله، خو د سولې خبرو پر بهیر یې اغېز نه لاره او خبرې لا یوه بله ورځ هم وغځېدې. سره له دې چې په دغو مذاکراتو کې افغانستان هره ورځ د بریدونو او نښتو شاهد و، خو دواړو خواوو په نرمه لهجه او هیله مننونکي پیغام سره د خبرو شپږم پړاو پای ته ورساوه.

داسې ښکاري چې طالبان او امریکان تر ډېره په دغو خبرو سره په ځينو برخو کې سره سلا شول او سخت اختلافي نظرونه یې چې سره لرل، حل یې کړل.

خو اوس داسې انګېرل کېږي چې د طالبانو عمده اندېښنه دا ده، چې په افغان دولت کې د دوی اسلامي امارت او یا افغان دولت د طالبانو په امارت کې څنګه مدغم شي.

داسې برېښي چې طالبان په افغانستان کې د جګړې د میدان پرېښودلو لپاره له امریکا د ځانګړي ضمانت د تر لاسه کولو په لټه کې دي.

Share20Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کاناډا دوه لسيزې وروسته د ملي امنیت لومړۍ ستراتیژي خپره کړه

اکتوبر 30, 2026

ایران تراوسه د امریکا د مرستیال ولسمشر پیغام ته ځواب نه دی ورکړی

اکتوبر 30, 2026

حوثيانو د سعودي عربستان د تېلو او ملکي هوايي تاسیساتو او پوځي ځایونو بریدونه کړي

اکتوبر 30, 2026
This photo provided on Oct. 30, 2026, by the North Korean government shows an exhibition of a variety of attack and other drones at the Wonsan-Kalma coastal tourist area, North Korea, Thursday, Oct. 29, 2026. Independent journalists were not given access to cover the event depicted in this image distributed by the North Korean government. The content of this image is as provided and cannot be independently verified. Korean language watermark on image as provided by source reads: "KCNA" which is the abbreviation for Korean Central News Agency. (Korean Central News Agency/Korea News Service via AP)

کیم جونګ اون د ډیموکراتیکې کوریا د “بې پیلوټه الوتکو د ټېکنالوژۍ پرمختګ – ۲۰۲۶” نندارتون کې ګډون وکړ

اکتوبر 30, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In