د امریکا له خوا ایران ته د وړاندې شوي پلان په غبرګون کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اکتوبر په ۴مه نېټه وویل، د ايران پلاوي قطر ته د لنډ سفر په ترڅ کې قطري لوري ته خپل دریځ بيان کړی و. هغه وویل، د امریکا له لوري وړاندې شوی پلان په بنسټیزه توګه له پخوانیو دریځونو سره سره مطابق او اصلي موضوعات يې د ایران له اټومي مسئلې پورې اړه لري. خو ایران په څرګند ډول دې ته اشاره کړې چې اوسمهال کلیدي مسئله د هرمز تنګي مسئله ده.
نوموړي وویل، امریکا باید د هرمز تنګي د امنیت د تضمین یا د دې ټرانسپورټي لارې د امنیت د بېرته ټینګولو لپاره مشخص ګامونه واخلي، چې په دې کې د ایران پر سوداګریزو سمندري کښتیو په تګ راتګ کې د لاسوهنې درول، د بندیزونو لغوه کول او د لاسوهنې د نورو اقداماتو پای ته رسول شامل دي.































