د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس پولي اوک سري سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د سروې او معلوماتو راټولولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه ګډو هڅو او دوامدارې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د اړینو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار کړی دی.































