د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکټوبر په څلورمه نېټه د ” سوپر ځیرکتیا ځانګړې کاري ډلې (Super Intelligence Force, SIF) ” د جوړولو اعلان وکړ، چې د امریکا د فدرالي حکومت د سوپر ځیرکتیا په برخه کې د اړوندو چارو د همغږي کولو مسوولیت پر غاړه لري.
ترمپ وویل، دا کاري ډله به د فدرالي حکومت او مصرف کوونکو، د عام المنفعه ډلو، مذهبي سازمانونو، د مهمو بنسټیزو تاسیساتو شرکتونو او د سوپر ځیرکتیا شرکتونو ترمنځ د اړیکو او همکاريو همغږي وکړي.
ډونالډ ترمپ د سپټمبر په ۲۹ نېټه یو اجراییوي فرمان خپور کړی و، چې له مخې یې، د فدرالي حکومت بېلا بېلې څانګې به د قانون د اجازې په حد کې په رسمي پيغامونو، اعلاميو، حکومتي وېبسایټونو، راپورونو، د تګلارو د اسنادو او نورو اسنادو کې د “مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence, AI) ” پر ځای د ” سوپر ځیرکتیا (Super Intelligence, SI) ” نوم وکاروي.































