چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ایران ولې په افغانستان کې له سولې وېریږي؟

دسمبر 23, 2020
in دریځ
0 0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د خپل هېواد د تګلارې په تړاو نوې څرګندونې کړي چې لانجې یې زېږولي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې دوی لا هم طالبان د ترهګرو له لېسته نه دي ایستلي او دوی ترهګریزې کړنې کړي دي. جواد ظریف د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې او جمهوریت وساتل شي. طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا څرګندونې یې غندلې دي.

د جواد ظریف خبرې د افغانستان په تړاو د ایران د تګلارې یوه څنډه ښيي چې څه ډول یې زهر په خوږو کې ګډ کړي دي. ایران له پخوا هڅه کړې چې په افغانستان کې د سولې مخه ونیسي، څو دلته یو باثباته دولت جوړ نه شي. له همدې کبله کلونه کلونه چې طالبان د حکومت پر ضد جنګېدل او دلته یې جګړه روانه کړې وه، نو ایران په ښکاره د حکومت او په پټه د طالبانو ملاتړ کاوه. دوی طالبانو ته وسلې، پیسې او پټنځایونه برابر کړي وو، خو په کابل کې یې بیا سفیر او رسمي استازو د حکومت ملاتړ کاوه. دوی د طالبانو پر ضد له امریکا سره په جګړه کې مرسته وکړه او خپل هوايي حریم یې دوی ته ورکړ. د دې تر څنګ د بُن په کنفرانس کې یې له امریکا سره په سیاسي برخه کې مرسته وکړه او په دوی پورې تړلې ډلې یې د امریکا ملګرۍ ته حاضرې کړې. وروسته یې بیا هم له همدغو ډلو سره اړیکې ساتلې چې له امریکا سره یې د افغانستان په یرغل کې مرسته کوله او هم یې له طالبانو سره ګرمه یارانه روانه کړې وه.

اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه شوې او تمه ده چې افغانستان ته به سوله راشي، ایران بیا هڅه کوي چې د سولې پروسه بریالۍ نه شي. له همدې امله یې په کابل کې له سولې ضد چارواکو سره اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیاوړې شوې دي، د سولې مخالفت کوي او همغه شعارونه زمزمه کوي چې د سولې مخالفین یې په کابل کې هم زمزمه کوي. ایران غواړي چې په افغانستان کې جګړه وي، ځکه له یوه اړخه به یې دلته خپل سیال امریکا بوخته وي او له بله اړخه به په افغانستان کې د یو پياوړي دولت د جوړېدو مخه نیول شوي وي.

زموږ شریر ګاونډیان او ځیني سیمه‌ییز هېوادونه غواړي چې دلته لا هم جګړه دوام وکړي، څو د دوی ګټې خوندي شي. پاکستان ځکه د سولې ملاتړ کوي، چې ژور پکې دخیل دی او ګټې یې خوندي کېږي، ایران یې ځکه مخالفت کوي چې زیان ویني او هند هم ځکه د سولې ضد فعالیتونو کې مخکښ دی چې غواړي  پاکستان په افغان جګړه کې ښکېل وساتي او افغانان د خپل دښمن پر ضد وکاروي. له همدې امله زموږ د ګاونډیو موخه یوازې خپلې ګټې دي. که ایراني چارواکي په افغانستان کې د جمهوریت او نورو ارزښتونو چیغي وهي، دوی یوازې خپلو ګټو ته پام کوي. له دې پرته په ایران کې نه جمهوریت شته او نه هم انساني او بشري حقونه. ایران زرګونه افغانان د خپلو ګټو لپاره د سوریې جګړې ته ولېږل او د خپلو ګټو لپاره یې په افغانستان کې هم تل د جګړې، وژنو او جنایتونو پټ او ښکاره ملاتړ کړی دی. موږ ته پکار ده چې خپلو ګټو ته پام وکړو او زموږ د ګټو د خوندیتوب لپاره تر ګردو مهم او اساسي کار سوله ده چې ایران یې مخالفت کوي.

Share10Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In