د بحرين کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۲مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د ايران د بريد له امله يو بحرينی او بل پاکستانی وګړي ټپيان شوي دي.
دغه وزارت د نومبر د ۲۱مې نېټې په مازدېګر پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی چې ایران په همدې ورځ پر يوه ملکي صنعتي ځای هم برید کړی چې له امله يې په سیمه کې اور لګېدلی دی.
د بحرين د پوځ عمومي قوماندانۍ په يوې اعلاميې کې ويلي چې دفاعي سيسټم يې په همدې ورځ د ايران څو بريدونه شنډ کړي او د وسلو پاتې شونې يې پر ځمکه را لوېدلې دي.
د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې هوايي او فضايي ځواکونو يې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په وسيله د بحرين په الرفاع او عالي کې د امريکايي پوځي اډو پر دفاعي رادارونو بريدونه کړي دي.































