د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۳۱م کنفرانس (COP31) تر ۲ ورځني ځنډ وروسته د نومبر په ۲۲مه نېټه د ترکيې په انتالیا کې پای ته ورسېد، خو ګډونوال يې کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.
د چیني پلاوي مشر او د دغه هېواد د ایکولوژۍ او چاپېریال مرستیال وزیر لي ګاو رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د دغه کنفرانس د بریالیتوب لپاره ډیرې هڅې کړي، خو د کنفرانس پایلې مایوسه کړی دی.
نوموړي ويلي، اقلیمي بدلون د ټولې نړۍ پر وړاندې يوه سخته ننګونه ده او اداره يې اسانه چاره نه ده.
هغه د دغې ستونزې يوازينی حل دا ښودلی چې ټول هېوادونه پر څواړخیزم، یووالي او ګډو همکاريو ټینګار وکړي.
د کوپ ۳۱ (COP31) مشر مراد کوروم ویلي، چې ځیني هېوادونه په یوه ځانګړې کلمه یا عبارت تمرکز کوي او له اقلیمي بدلون سره تړاو نه لرونکي مضوعات بحث ته راوړي، چې له امله یې د غونډې د اصلي موضوع پرمختګ له خنډ سره مخ شوی دی.































