د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواک د نومبر په ۲۲مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېلو دوو لویو بېړیو د هرمز تنګي په شاوخوا کې له ماینونو سره ټکر کړی او له حرکته لوېدلې دي.
د ایران ”صدا و سیما“ راډیو تلویزیون هم د نومبر په ۲۲مه نېټه ویلي، چې دغو بېړیو په هرمز تنګي کې ”غیرقانوني“ تګ کاوه او په سمندر کې پرې ماینونو چاودنې کړې دي.
په یاده اعلامیه کې راغلي، چې دغو بېړیو د انقلابي ګارډ د سمندري ځواک اړوندې لارښوونې نه دي مراعات کړې او د هرمز تنګي په سیمه کې یې له اجازې پرته تګ راتګ کاوه.
اعلامیه زیاتوي، یادو بېړیو د ګنیم ټاپو شمال او د هرمز تنګي ختیځو اوبو کې له ماینونو سره ټکر کړی، چې له امله یې چاودنې شوي او بېړۍ له حرکته لوېدلې دي.































