دوشنبه, نوومبر 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    جلالي: هغه روغتونونه چې معیارونه نه پوره کوي وبه تړل شي

    بدخشان کې واورین پړانګ ۲۲ څاروي وژلي

    کابل او تهران د صنعتي محصولاتو د معیاري کولو همکارۍ پراخوي

    اقتصادي معاونیت: پانګوال دې د ګرځندوی برخه کې پانګونه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان او روسیه؛ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او ګډې پانګونې نوی فصل

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه نړیوال خبرونه

د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې جوړونه د عملي هڅونې نوې مرحلې ته رسېدلې

نوومبر 23, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

 د چین په شن جن ښار کې د ایپېک د مشرانو غیررسمي غونډې د نړیوالو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. په دغه غونډه کې یو لړ لاسته راوړنې ترلاسه شوي، چې پکې د ۲۰۲۶م کال د ایپېک د مشرانو اعلامیه تصویب شوې، «د ۲۰۲۶م کال د ایپېک د مشرانو د شن جن لرليد» رامنځته شوی او د سوداګرۍ، پیوستون او نوښت په برخو کې د پايلې ۳ سندونه خپاره شوي دي. دا د دې څرګندويي کوي چې د اسیا او ارام سمندر اقتصادي همکارۍ لا لوړې کچې ته رسېدلې دي.

اسیا او ارام سمندر سیمه د نړۍ په پرمختګ کې کلیدي رول لوبوي او د دې سیمې حیرانوونکي بریالیتوبونه د ورخلاصون او همکارۍ له لارې ترلاسه کېږي. په یاده غونډه کې «د شن جن لرليد» رامنځته شوی، چې له مخې یې بېلابېلې خواوې غواړي د خپلمنځي توپیرونو په کمولو سره د ایپېک اصلي موخه پوره کړي او د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د جوړولو عملي چارې نوې مرحلې ته ورسوي.

چین غواړي په شن جن ښار کې د دې غونډې په اتکا له بېلابېلو اقتصادونو سره یو ځای د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د موخو د پوره کولو لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي او د نړۍ د سولې او ودې لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.

د چین دولت رئیس شي جین پینګ د ایپېک د مشرانو په ۳۳مه غیر رسمي غونډه کې مهمې وینا د ګډونوالو فعال غبرګون راپارولی او د نړیوالې ټولنې پراخې موافقې يې ترلاسه کړې دي.

د ایپېک سازمان له جوړېدو څه باندې ۳۰ کاله وروسته، د اسیا-ارام سمندر سیمې بڼه بدله شوې او چټک اقتصادي پرمختګ یې د اسیا او ارام سمندر یو حیرانوونکی بریالیتوب ګڼل کېږي. ایپېک په ۲۰۲۰م کال کې د ”پوتراجایا لرليد“ ټاکلی، چې له مخې یې باید تر ۲۰۴۰م کال پورې د اسیا-ارام سمندر ګډه ټولنه جوړه شي. اوس د دغې موخې د عملي کېدو لپاره یوازې څوارلس کاله پاتې دي او د اسیا او ارام سمندر سیمه له نویو ننګونو او فرصتونو سره مخ ده. یوه خوا، په نړۍ کې سل کلن بدلونونه چټک روان دي، نړیوال وضعیت ډېر پېچلی شوی او د سوداګریز محدودیت ‌پالنې (پروټېکشنیزم) او یواړخیزم پر له ‌پسې سر راپورته کوي؛ بله خوا، د تخنیکي نوښت او صنعتي ابتکار نوې څپې هم رامنځته شوي، چې د مصنوعي ځيرکتیا، کوانټوم ټکنالوژۍ او پاکې انرژۍ په شمول عصري ټکنالوژیو نړیوالو صنعتي چارو ته ژور بدلون ورکړی دی.

په نوي وضعیت کې باید د اسیا او ارام سمندر سیمه څه ډول ګډه ټولنه وي او څنګه جوړه شي؟ څنګه د اسیا- ارام سمندر نوي بریالیتوبونه ترلاسه شي؟

د اسیا او ارام سمندر لویه کورنۍ باید په دې اړه نوې موافقې رامنځته کړي او څرګند ځواب ورته ومومي.

د اسیا او ارام سمندر سیمه د چین کور دی او چین د دې سیمې د اقتصادي همکارۍ لارښوونکی، هڅوونکی او مخکښ عملي کوونکی دی. د چین دولت رئیس شي جین پینګ د نوې زمانې د موضوعاتو پر وړاندې دا نوښت مطرح کړی، چې د اسیا او ارام سمندر یوه ګډ کوښښ کوونکې، پرانیستې او پیوستې، نوښتګره او ابتکاري او ټولشموله پرمختګ لرونکې ګډه ټولنه جوړه شي. هغه ویلي، چین غواړي له مختلفو خواوو سره په ګډه د اسیا- ارام سمندر د ګډې ټولنې ”څلور تیرونه او اته ستنې“ جوړې کړي. څلور تیرونه یعنې اقتصاد او سوداګري، پیوستون، نوښت او پرمختګ او اته ستنې یعنې د اسیا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سیمه، د تاسیساتو پیوستون، د مقرراتو او معیارونو همغږي، د خلکو ترمنځ تفاهم، ډیجیټلي اقتصاد، نوې ټکنالوژي، د وړتیاوو لوړول او دوامدار پرمختګ.

 دا برخې یو له بل سره په همغږۍ اغېزمنې همکارۍ کوي او په دې توګه د اسیا- ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې عمومي چوکاټ جوړوي.

د روسیې د فدراسيون د مالیې او اقتصاد پوهنتون د نړیوالو اقتصادي اړیکو د پوهنځي مشر سلیزنېوف په دې باور دی، چې د رئیس شي جين پينګ وینا د سیمې د بېلابېلو اقتصادونو د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا او د خلکو د هوساینې لپاره یو مشخص چوکاټ ټاکلی او یو روښانه لرليد یې انځور کړی دی.

ورخلاصون او همکاري د اسیا- ارام سمندر سیمې د پراختیا او سمسورتیا ضروري لار ده. د دې سیمې د پرانیستې همکارۍ د پرمخبېولو لپاره، چین نه یوازې وړاندیزونه او لیدلوري لري، بلکې عملي ګامونه یې هم اخیستي دي. بېجینګ د یادې غونډې په ترڅ کې د اسیا- ارام سمندر سيمې همکارۍ د ملاتړ لپاره خپل تازه اقدامات اعلان کړل، لکه: د ایپېک د اغېزمنې همکارۍ لپاره به مالي مرستې برابرې کړي، په شن جن ښار کې به د اسیا- ارام سمندر سيمې ګډې ټولنې د څېړنې مرکز جوړ کړي او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ، د معلوماتو د نړیوالې همکارۍ، پاکې انرژۍ او د کوچنیو او منځنیو تصدیو د پراختیا په برخو کې به د همکاریو ادارې رامنځته کړي.

د کوریا جمهوریت د «هیرالډ» ورځپاڼې په شمول ځینې نړیوالې رسنۍ په دې باور دي، چې له دغو اقداماتو څخه د سیمه‌ ییز یوځایښت، ټکنالوژیکي نوښت او زرغونې ودې د پیاوړتیا په اړه د چین روښانه اراده ښکاره شوې ده.

اسیا او ارام سمندر سیمه د نړۍ په پرمختګ کې کلیدي رول لوبوي او د دې سیمې حیرانوونکي بریالیتوبونه د ورخلاصون او همکارۍ له لارې ترلاسه کېږي. په یاده غونډه کې «د شن جن لرليد» رامنځته شوی، چې له مخې یې بېلابېلې خواوې غواړي د خپلمنځي توپیرونو په کمولو سره د ایپېک اصلي موخه پوره کړي او د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د جوړولو عملي چارې نوې مرحلې ته ورسوي.

چین غواړي په شن جن ښار کې د دې غونډې په اتکا له بېلابېلو اقتصادونو سره یو ځای د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د موخو د پوره کولو لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي او د نړۍ د سولې او ودې لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

تهران: دوو بېړیو په هرمز تنګي کې له ماینونو سره ټکر کړی

نوومبر 23, 2026

بحرين د ايران تر بريد وروسته د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی

نوومبر 23, 2026

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د انتاليا کنفرانس پای ته ورسېد

نوومبر 23, 2026

د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې جوړونه د عملي هڅونې نوې مرحلې ته رسېدلې

نوومبر 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In