د امارتي شرکتونو عمومي ریاست له لوري د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ارزاقو سوداګریز مارکېټ د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرانیستل شوی دی. د مسوولینو په خبره دغه مارکېټ پر ۹ زره ۲۴۲ متره مربع ځمکه په دوو پوړونو او ۱۱ بلاکونو کې جوړ شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغه مارکېټ پرانیستل د عوایدو د لوړولو، د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه ده.































