د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په امريکا کې د ګراهم په نوم پر روسيې او ايران د بنديز لګونې ۲۰۲۶م کال قانون نافذ شو. امريکا به د دغه قانون له مخې پر روسيې خپل بنديزونه پياوړي کړي، پر ايران به د خپلو بنديزونو د ماموريت موده اوږده کړي او د روسي نفتو او طبيعي ګازو پر واردونکو هېوادونو به له سل سلنې کمې فرعي تعرفې ولګوي. ځينې شنونکي وايي چې چين به د دغه قانون تر اغېز لاندې راوستل شي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند دفتر د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په دې اړه ويلي، چين تل د ملګرو ملتونو له صلاحيت او د نړيوالو قوانينو له ملاتړ پرته يواړخيزو بنديزونو او هغو عملونو سره مخالفت کوي چې کوم هېواد د درېيم لوري په پلمه پر نورو هېوادونو د تش په نوم فرعي تعرفې ولګوي. چين له اوږدې مودې راهيسې د متقابلو ګټو پر بنسټ له مختلفو هېوادونو سره د عادي سوداګريز تګ راتګ هڅه کړې او کوي يې، د درېيم لوري پر ضد اړوندې همکارۍ نه کوي او د چا مداخله او ګواښ هم نه مني.






























