د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې په شمول لسو وزارتونو او حکومتي څانګو د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په ګډه د درملو د صنعتي پرمختګ په اړه د دغه هېواد د ۱۵م پنځه کلن پلان خپور کړی دی.
په دغه پلان کې ټاکل شوي، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د درملو د هغو لويو تصديو عايدات له ۳ اعشاریه ۵ ټريليونو يوانو زيات شي، چې کلني عایدات يې له ۲۰ ميليونو يوانو څخه اوښتي دي.
نوموړي پلان د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د صنعتي پيمانې او ګټو، نوښتګر پرمختګ، له تصديو څخه د ملاتړ او ډله ييزې پراختيا په شمول د درملو د صنعتي پرمختګ اټکلي شاخصونه روښانه کړي دي.































