د ايران د حکومت وياندې فاطمې مهاجراني د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د کابينې په نننۍ غونډه کې نيويارک ته د خپل سفر او اړوندو غونډو په اړه معلومات ورکړل. عراقچي همدارنګه ويلي، چې د امريکا يو وړانديز تر لاسه شوی دی.
وياندې مهاجراني خبر ورکړ، که څه هم دښمن تل د ايران د ګوښه کېدو هڅه کوي، خو ايران لا هم د اروپا، منځني ختيځ او نورو هېوادونو له استازو سره ګڼې ناستې تر سره کړې.
د مالوماتو له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې ايران د قطر له لارې امريکا ته د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو يو پلان سپارلی، که امريکا د دې پلان پر بنسټ اړين ګامونه پورته کړي، نو دغه تنګی به په اوو ورځو کې بيا پرانيستل او په اړوندو سمندري سيمو کې به د بيړيو عادي تګ راتګ هم بېرته اعاده شي.































