د اسرائيل صدراعظم بنجيامين نيتانياهو د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په يوې ويډيو کې د دغه خبر پخلی وکړ، چې په همدې ورځ د دوبۍ هوايي شرکت په يوه اسرائيلي مسافر وړونکې الوتنه کې يو پيلوټ چې بل پيلوټ وواهه او د الوتکې د ړنګولو هڅه يې وکړه، په پای کې د عملې د نورو کارکوونکو لخوا کنټرول شوی دی.
صدراعظم نيتانياهو په ويډيو کې ويلي، شکمن بريدګر اوس نيول شوی او د سعودي عربستان د پوليسو تر پوښتنې او ګروېږنې لاندې دی. هغه دغه پېښه خورا سخته او جدي بللې ده.































