چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه صحت

تور قارچ څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه: احسان الله کریمي

جولای 5, 2021
in صحت
0 0

تور قارچ ناروغي چې د کرونا ویروس نوې بڼه ده، پر ځینو هیوادونو سربېره یې تازه په افغانستان کې هم مثبتې پېښې ثبت شوې دي، خو دا ناروغي تر ټولو زیاته په هندوستان کې خپره ده او د یادې ناروغۍ زیاتې پېښې پکې ثبت شوې دي، چې په سلو کې ۵۵ سلنه مړینه هم لري.

د تور قارچ ناروغي تر ډېره په هغو کسانو کې پیدا کیږي، چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي او یا یې بدن ویروسي ناروغیو ضعیف کړی وي.

 د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو او د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې وي، خو هغه کسان ډېر ژر نيسي چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری او نورې ناروغۍ لکه شکر، سرطان او یا هم تنفسي ستونزې ولري.

دا ناروغي کومه خاصه درملنه نه لري او د مړينې کچه يې په سلو کې ۵۵ سلنه ده. دغه ویروس له ناروغ انسانه روغ انسان ته نه انتقالېږي، خو هغه وسايل چې د دوو کسانو تر منځ د استفادې وړ وي، د دې ناروغۍ انتقال ترې ډېر اسانه کېږي.

ډاکتران وايي، دا ډول باکتریاوې معمولاً بدن ته د سینوسونو له لارې ننوځي او هلته د ځان لپاره ځای پیدا کوي او کولی شي د انسان پر مغز، زړه او ان تنفسي سیستم هم حمله وکړي. ډاکتران وايي کله چې د بدن د معافیت سیستم نشي کولی دغه ویروس کنټرول کړي، هغه ده چې بیا پر مغز برید کوي او کله چې هلته ځای پر ځای شي، بیا نو ډېر خطرناک کیږي چې پرې اخته کس باید ژر تر ژره ډاکتر ته ځان ورسوي. البته په عموم کې بدن له دې فنګسي انتاناتو څخه د خلاصون وړ دی او یوازې هغه څوک چې د معافیت سیستم یې ډېر کمزوری وي، لکه د ټرانسپلانټ ناروغان یا د سرطان ناروغان، نشي کولی د دې پر وړاندې مقاومت وکړي.

 د تور قارچ نښې

د دې ناروغۍ تر ټولو څرګندې نښې تبه، ټوخی، د سینې درد، د تنفس تنګوالی، د مخ په یو اړخ کې پړسوب، سردرد، د پزې پل یا د خولې دننه تور زخمونه، د نس درد، التهاب او خواګرځېدل، خونریزي او اسهال د دې ناروغۍ نښې دي.

که چیرته پر پوستکي باندې د دې ویروس کومه نښه ښکاره شي یا د بدن اغېزمن شوی غړی زخم، سوروالی او یا هم پاړسوب کړی وي، دا برخه ممکن توروالی هم وکړي. دغه راز ناروغ ممکن د تودوخې او درد احساس وکړي او په دې وخت کې دا هم امکان لري، چې د وینې له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپور شي، چې دې حالته بیا ډاکتران د ډفیوز موکورمایکوزیس وايي. کله چې پر ناروغ دا حالت راشي، تور قارچ بیا پر زړه باندې اغېز کوي او دا امکان لري چې پر تور قارچ باندې اخته کس کوما ته لاړ شي، چې په دې وخت کې بیا د مرګ خطر ورسره ډېر زیاتيږي.

 د تور قارچ ناروغي څومره خطرناکه ده؟

تور قارچ یوه خطرناکه ناروغي بلل شوې او ډېر ژر د انسان په بدن کې مخ پر وړاندې ځي. د ارقامو له مخې، هغه کسان چې پر دې ناروغۍ باندې اخته کیږي، ممکن د څو ورځو په تېرېدو سره پرې ډېر بد اغېز وکړي او ان د مرګ تر حده یې ورسوي. خو په هر صورت، د تور قارچ ناروغي ساري نه ده او د انتشار خطر یې ډېر نشته.

ولې پر کرونا اخته کسان پر تور قارچ اخته کیږي؟

روغتیاپالان وایي چې پر کرونا د اخته کسانو د بدن دفاعي سیستم د دې ناروغۍ پر مهال کمزوری کېږي، ځکه خو د تور قارچ ویروس پرې په اسانه حمله کولی شي او د ځان لپاره ښه چاپیریال چمتو کوي. بل ټکی دا دی چې د شکر ناروغان چې د وینې لوړ قند لري، پر دغه ویروس د اخته کېدو له زیات خطر سره مخ دي.

 د تور قارچ درملنه

که څه هم یاده ناروغي کومه ځانګړې درملنه نه لري، خو له هغو ځایونو چې خاورې او نور میکروبونه پکې وي، لرې اوسېدل ترې د بچ پاتې کېدو یوه ښه لاره ده. د روغتیاپالانو په وینا، که چیرې د موکورمایکوزیس تشخیص وشي، نو درملنه یې باید د تور قارچ ضد درملو سره پیل شي. دا درمل یې د ودې مخه نیسي، وژني یې او میکروب کنټرولوي. لاندې درمل کولی شي پر دغه ویروس له اخته کس سره یوڅه مرسته وکړي:

آمفوتریسین B

ایزاوکونازول

پوزاکونازول

دا درمل د رګونو له لارې بدن ته داخلیږي او یا د ټابلیټ په توګه اخیستل کیږي. ډاکټر ممکن تاسو ته د رګونو له لارې لومړی درملنه پیل کړي، څو میکروب کنټرول شي چې دا چاره څو اونۍ وخت نیسي. بیا د درملنې پروسه د ټابلیټو کارولو ته بدلېږي. له هغه ډاکټر سره چې ستاسې درملنه کوي، ټولې ستونزې ورسره شریکې کړئ. د بېلګې په توګه، که د معدې درد، زړه سوځېدنه یا ساه ایستلو کې ستونزه لری، حتمن یې له ډاکتر سره شریکې کړئ. ممکن ډاکتر ستاسې د بدن هغه برخه هم عملیات کړي چې پر دغه ویروس ککړه شوې وي. که عملیات ته اړتیا وي، حتمن یې وکړئ، د ژوندي پاتې کېدو چانس ورسره ډېر دی.

د یادونې وړ ده چې تازه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح ویلي، چې د کرونا ویروس ناروغانو کې د تور قارچ ناروغۍ پېښې د پراخېدو په حال کې دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، که احتیاطي او روغتیايي تدابیر مراعات نشي، د کرونا ویروس مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه ناروغۍ یوه یوه پېښه په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې او په وینا یې ډېرې خطرناکې نه دي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In