حوثي وسله والې ډلې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه ويلي، سعودي عربستان په همدې ورځ د يمن پر تعز ولايت هوايي بريدونه کړي چې له امله يې د ماشومانو او ښځو په شمول لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.
د حوثيانو تر کنټرول لاندې المسيره ټلويزيون په همدې ورځ خبر ورکړ، د سعودي عربستان جنګي الوتکو د تعز ولايت په لويديځ د مقبانې سيمې پر استوګنځيزو ودانيو ۴ پړاوه هوايي بريدونه کړي دي.
حوثيانو او د يمن حکومتي ځواکونو په دې سيمه کې څو ځله جګړې کړې دي.































