د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون جوړولو پروژه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظوره شوې ده. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به په شپږ جریبه ځمکه کې د ا.ا له بودجې جوړ شي او د ۳۰ تر ۵۰ بسترو ظرفیت به ولري. سرچینه زیاتوي، د روغتون د جوړولو چارې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.































