د چين صدر اعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په تشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شاوکت میرضیایف سره وکتل.
د چين صدراعظم لي چيانګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، له تېرو څو کلونو راهيسې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر میرضیایف تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په چارو کې پر له پسې نوې لاسته راوړنې پيدا کړې دي. چين او ازبکستان بايد د نړيوالو حالاتو له سختو بدلونونو سره سره زيات ګډ کارونه وکړي او خپلمنځي يووالی لا ټينګ کړي. چين نيت لري چې له ازبکستان سره خپلمنځي ستراتيژيکې تماس نيونې پياوړې کړي، يو د بل له مرکزي ګټو د ملاتړ پر بنسټ ګټې- ګټې همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرضیایف په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې د يو چين د پېژندنې پر اصول ټينګار لري، د خپلو مرکزي ګټو د خوندي کولو په باره کې به له چين څخه ټينګ ملاتړ او د ”دريو بدو قوتونو“ ضد ګډې مبارزې ته به دوام ورکړي. ازبکستان د لا زياتو چيني تصديو د پانګونې او سوداګرۍ هرکلی کوي او هيله لري چې د چين- ازبکستان ريلپټلۍ د جوړولو په شمول مختلفو ساحو کې له چين سره خپلې همکارۍ او د نظريو تبادلې چټکې کړي.































