په کویت کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د سعودي عربستان له سفیر سلطان بن سعد بن خالد آل سعود سره کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، په کویت کې مېشتو افغانانو ته د عمرې ویزو د صادرولو په اړه هم خبرې شوې دي. د راپور له مخې، دواړو لورو د ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.































