د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د روان کال د لیندۍ په درېیمه، ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول بازار ته وړاندې کوي.دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې له ټولو شرایطو برابرو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پایه تصفیه کړي. همدارنګه، د معاملاتو قسمي ترسره کول اجازه نه لري او ګټونکي باید ټولې پیسې په ټاکلې موده کې په نغدي ډول یا د حوالې له لارې بانک ته وسپاري.































