ټاکل شوې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې به پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، امنیت، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان پلاوی به په دغه غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان او پاکستان وروستي کړکېچونه هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي. د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو غواړي د دې فارمټ له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې معقولې هوکړې په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.































