د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وايي، هڅې روانې دي چې د هلمند کرنیزو محصولاتو ته په کور دننه د پروسس اسانتیاوې برابرې او په بهرنیو هېوادونو کې ورته د پلور بازارونه وموندل شي. نوموړي په هلمند کې له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د کورني پروسس د ظرفیتونو رامنځته کول به د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړ او نړیوالو بازارونو ته د هغوی د وړاندې کولو لپاره به لا ډېر فرصتونه برابر کړي.































