د امريکا د هوايي چلند فدرالي ادارې مشر براین بیډفورډ د نومبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، د ټول هېواد هوايي ترانسپورټ ښايي د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې تر شپې اعاده شي.
هغه له امريکايانو څخه بښنه وغوښتله او ويلي يې دي، چې تر ټولو بد وخت تېر شوی دی.
د امريکا د ترانسپورټ وزير شاون ډفي په همدې ورځ څرګنده کړه، دغه پلټنه اوس روانه ده، چې ايا دغه مخابراتي ستونزه د کارکوونکو د تېروتنې له امله رامنځته شوې او کنه. د يادې ستونزې د رامنځته کېدو پر مهال د امريکا د هوايي چلند فدرالي ادارې قراردادي د مخابراتي ليکو په پرمختګ بوخت و.































