د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د انرژۍ په ۱۷م نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته روان شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغه فورم کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو په کچه استازي ګډون کوي او د انرژۍ په برخه کې پر مهمو موضوعاتو، نړیوالو همکاریو، شته فرصتونو او د تجربو پر شریکولو بحثونه کوي.































