د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې د خپاره شوو معلوماتو له مخې، ټاکل شوی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په عادي بحث کې وینا وکړي.
پزشکیان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه امريکا ته له سفر مخکې وویل، د ملګرو ملتونو د روانې دورې عمومي اسامبله به نړۍ ته د ایران د دریځ او د منځني ختیځ د واقعیتونو د بیانولو پلاټفورم وي او هغه به د ایران له دریځ “ټينګ دفاع” وکړي او په خپله وینا کې به له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې د نړیوالې سولې او ارامۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.































