د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سپتمبر په۲۲ مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۱ مې دورې عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف سره ليدلي دي.
د ایراني سرچینو په وینا، دا ليدنه د امریکايي لوري په غوښتنه ترسره شوه او ایران د ویتکاف د ملاقات غوښتنه ومنله، څو امريکايي لوري ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره خپل شرایط ورسوي.
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران په شرایطو کې د سمندري بندیزونو سمدستي لرې کول، د ایران د ټولو کنګل شویو شتمنیو سمدستي ازادول او په سیمه کې په بېلابېلو جبهو کې د جګړو پای ته رسول، شامل دي.































