د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په بلخ ولایت کې د «دیپلوماتیک ښارګوټي» په نوم له ۲۶۵۷ جریبه زیاته ځمکه د ځانګړې محکمې د شرعي حکم له مخې دولتي ملکیت تثبیت شوې ده. د رسولي په وینا، دغه پرېکړه د ځانګړې محکمې له لوري د یادې ځمکې د حقوقي وضعیت له ارزونې وروسته صادره شوې ده.































