د چين د سوداګرۍ هڅونکې ټولنې مرستيالې مېرمن لي چينګ شوانګ د نومبر په ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۶م کال د اېپیک د صنعتي فعاليتونو په خبري ناسته کې خبر ورکړ، د ۲۰۲۶م کال د اېپیک صنعتي سرمشريزه، چې د دغه نړيوال سازمان د مشرانو د غير رسمي کتنې د اوونيزو فعاليتونو يوه مهمه تشکيلاتي برخه ده، د روانې مياشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه به په شن جن ښار کې تر سره شي.
د هغې په خبره، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د استراليا، کاناډا، چيلي، د چين هانکانګ، اندونيزيا، کوريا جمهوريت، ماليزيا، مکسيکو، روسيې، تايلنډ او ويتنام په شمول د اېپیک د اقتصادونو مشران به په دغه صنعتي سرمشريزه کې ګډون، ويناوې او بحثونه وکړي.































