شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د بیان ازادي، وروستي ګواښونه او پړ حکومت

نوومبر 26, 2019
in دریځ
0 0

پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرون له ډېرو ژورنالېستانو، کارپوهانو، سیاستوالو او حقوقپوهانو سره په یوه خبرې غونډه کې را څرګند شو او د بیان ازادۍ ته په ور پېښو شوو وروستیو ګواښونو یې اندېښنه وښوده. حامد کرزي پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د تېرو اتلسو کلونو یوه مهمه لاس ته راوړنه د بیان ازادي ده، خو له بده مرغه په وروستیو دریو کلونو کې دغه مهمه لاس ته راوړنه له جدي ګواښ سره مخ ده. نوموړي له امریکا، اروپايي ټولنې، نړیوالې ټولنې او نورو نړیوالو ملاتړو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره مبارزه او همکاري وکړي. پخواني ولسمشر ویلي، په دې وروستیو کې په مستقیمه توګه هغه کسان ګواښل کېږي چې د بیان د ازادۍ له حقه په استفادې د سولې لپاره غږ اوچتوي. نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه باید د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي، نه دا چې په سیاسي معاملو کې د ځینو ځانګړو شخصیتونو او کړیو له لوري وکارول شي.

د بیان ازادۍ په ګواښ کې حکومت له دریو اړخونو پړ دی. لومړی دا چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ د دغو  ګواښونو او بریدونو تر شا دي. که څه هم د دې ادعا لپاره پوره اسناد او شواهد پکار دي، چې لا نه دي وړاندې شوي، خو ځینې پېښې داسې دي چې شکونه پیدا کوي او دا ادعا پیاوړې کوي. ځینې پېښې داسې دي چې پل یې حکومتي ادارو ته تللی او حکومت نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې د قناعت وړ ځواب ورکړي. آن کله کله په ټولنیزو رسنیو کې حکومت پلوي کسان او پاڼې د دغو ګواښونو او بریدونو ستاینه او ملاتړ کوي. دویم دا چې حکومت د دغو بریدونو پر وړاندې بې تفاوته دی او نه غواړي چې د بیان ازادۍ ته د دغو ور پېښو ګواښونو مخه ونیسي. د بیان ازادۍ ته په وروستیو کې د ور پېښو شوو ګواښونو په برخه کې حکومت سوړ چلند کړی او داسې ښيي چې کوم مهم کار نه دی شوی. د حکومت دا سوړ چلند سم نه دی او له همدې امله پړ هم دی. درېیم دا چې حکومت د بیان ازادۍ، ژورنالېستانو، سیاسي کارپوهانو او د نظر خاوندانو ته د ور پېښو ګواښونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. بیا بیا دا ګواښونه شوي، وسله وال بریدونه شوي، ځینې کسان ټپیان شوي او په وروستۍ پېښه کې وحید مژده شهید شوی، خو حکومت د دې یوې پېښې مخنیوی هم ونه کړ او نه یې د دغو بریدونو په تړاو څوک نیولی دي. له همدې امله حکومت ناکام دی او نه دی توانېدلی چې په اساسي قانون کې د خلکو د خوندي شوي حق ساتنه وکړي.

که په دغو دریو واړو کې هر لید سم وي، بیا هم حکومت پړ دی او باید خلکو ته قناعت کوونکی ځواب ووايي. کله چې خلک د فکر او نظر د بیان په غبرګون کې د ټوپک له شپیلۍ سره مخ کېږي، بیا نو جمهوریت، ولسواکي او د بیان ازادي مانا نه لري. له همدې امله حکومت باید د دغه حالت د بدلون لپاره ګام واخلي. که حکومتي کړۍ په دغو ګواښونو کې ښکېلې وي، باید مخه یې ونیسي او سزا ورکړي. که حکومت ته دا چاره مهمه نه وي، پکار ده چې د اساسي قانون د حکم پر اساس یې مهمه وګڼي او که حکومت ناکام شوی وي چې د دې پېښو مخه ونیسي، دا ناکامي هم د زغم وړ نه ده. له همدې امله د بیان ازادي باید خوندي شي او نور باید دا ګواښونه او بریدونه ودریږي.

Share22Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In