د بېجينګ د شيانګشان ۱۳م فورم د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې پای ته ورسېد. سږنی فورم «د ثبات د ګډو نظريو د راغونډولو او د امنيت د ادارې د ګډو هڅو» په اصلي موضوع تر سره شوی او د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو د استازو، کارپوهانو او کتونکو په شمول نږدې ۲۰۰۰ مېلمنو پکې ګډون کړی و.
روان کال د بېجينګ د شيانګشان فورم د جوړېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. د سږني فورم ګډونوالو د ” نړيوال نظام او ستراتيژيک ثبات” او د ” سيمه ييزو شخړو او حللارې ” په اړه د نظريو تبادلې کړې وې.
د بېجينګ د شيانګشان فورم د سکرتريت دفتر مشرې لي شو ين وويل، چې دغه فورم تل د امنيت په اړه د نړيوالې ټولنې د علاقې وړ مسئلو ته پاملرنه کوي او همدارنګه د نړيوال عامه امنيت په برخه کې د چين د نړيوالې همکارۍ محصول او د نړيوال امنيت د نوښت مهم همکاريز ډګر ګرځېدلی دی.































