د جنوبي کوریا مرکزي بانک نن د پنجشنبې په ورځ د سود بنسټیزه کچه ۰.۲۵ سلنه لوړه او ۳.۲۵ سلنې ته ورسوله. دا د ۲۰۲۴ کال له نومبر راهیسې د سود تر ټولو لوړه کچه ده. د رویټرز د راپور له مخې، د دغه بانک د پولي سیاست اووه کسیزې کمېټې پنځو غړو د سود کچې د لوړولو او دوو یې د نه لوړولو رایه ورکړې ده. بانک همداراز د روان کال اقتصادي ودې وړاندوینه له ۳.۳ څخه ۳.۹ سلنې او د ۲۰۲۷ کال وړاندوینه له ۲.۹ څخه ۴.۱ سلنې ته لوړه کړې ده. د راپور له مخې، د برېښنايي چپونو د صادراتو زیاتوالي او دوامدار انفلاسیون د دې پرېکړې او د اقتصادي ودې د وړاندوینو په لوړولو کې رول لرلی دی.































