یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د سولې ضد دریځ پر وړاندې د جدي ولسي ګامونو اړتیا

جنوري 26, 2020
in دریځ
0 0

پرون په کابل کې ځینې سیاستوال را غونډ شوي وو او د افغانستان د سولې په تړاو یې د یوې طرحې د وړاندې کولو ژمنه وکړه. دې غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله هم ورغلي وو. په غونډه کې ډېری ګډونوالو ویل چې که حکومت د سولې مخالفت کوي، نو دوی به خپله طرحه ولري او دا طرحه به عملي کوي. دوی ټولو پر یوه خوله پر سوله ټینګار کاوه او له دریځه یې ښکارېدله چې دوی د حکومت د سولې له تګلارو خوښ نه دي او غواړي چې له خپله اړخه یو حرکت پیل کړي.

دغه سیاستوال چې ډېری یې څه ناڅه ولسي ملاتړ هم لري، له هغه وروسته د سولې په برخه کې له خپله اړخه د ګام اخیستلو ژمنه کوي، چې حکومت د سولې پروسې پر مخالفت تورنیږي. که څه هم حکومت د سولې د مخالفت خبره ردوي، خو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په ښکاره د سولې مخالفت کوي او وايي چې که امریکا له طالبانو سره توافق لاسلیک هم کړي، له طالبانو سره جګړه به دوام کوي. طالبان هم حکومت پړ ګڼي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي او آن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم څو څو ځله حکومت پر ناغېړۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې له پرله پسې غوښتنو سره سره د بین الافغاني خبرو لپاره د ولسمشر غني له خوا پلاوی نه ټاکل کېږي.

په افغانستان کې د حکومت له اړخه باید په هېڅ ډول د سولې مخالفت نه وي، ځکه سوله د ولس اساسي غوښتنه ده او څوک یې چې مخالفت کوي، د افغان ولس اصلي دښمن دی. حکومت او بل هېڅوک باید سولې د پروسې مخالفت ونه کړي. له افغانستان څخه باید یوازې یو غږ وي او هغه د سولې د غوښتنې غږ. دا غږ باید دومره پیاوړی وي چې امریکا، طالبان او نور اړخونه تر فشار لاندې راولي او اړ یې کړي چې ژر سوله وکړي. که څه هم ټول ولس سوله غواړي، خو له بده مرغه له افغانستان څخه دا غږ نشته او یا هم ډېر کمزوری دی. تر دې بده خو یې لا دا چې له افغانستان څخه او آن د حکومت له منځ څخه د سولې ضد غږونه پورته کېږي. که څه هم دا غږونه لکه زهر په شاتو کې ګډېږي، خو خلک یې درک کوي چې دا زهر دي او په شاتو کې ګډ شوي دي. ځیني خو لکه امرالله صالح دا زهر په شاتو کې هم نه ګډوي او مخامخ یې غواړي پر خلکو وخوري.

له حکومت څخه د سولې د مخالفت غږ واضح دی، اوس پکار ده چې د دې غږ پر ضد پراخ ولسي غږ پورته شي. د کابل په پرونۍ غونډه کې د را ټولو شوو سیاستوالو د تېر په هېرولو سره دا یو ښه ګام دی او باید لوی، ولسي او پیاوړی شي. په حکومت کې د سولې مخالفین، محمد اشرف غني، امرالله صالح او د سولې نور مخالفین باید درک کړي چې ولس سوله غواړي او د دوی د سولې ضد دریځ پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي. سوله د ولس غوښتنه ده او هر څوک چې د دې غوښتنې پر ضد ودریږي، د ولس دښمنان دي او ولس به یې پر وړاندې په جدیت ودریږي.

Share17Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In