پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

د سي اېم جي د رئیس شن های شیونګ د ۲۰۲۲م کال پيغام

جنوري 1, 2022
in نړۍ
0 0

د چين مېډيا ګروپ (سي اېم جي) رئيس شن های شيونګ د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سي جي ټي اېن، سي ار ای او انټرنېټ له لارې د دې ګروپ بهرنيو کتونکو او اورېدونکو ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وويله.
درنو دوستانو!
د نوي کال د لمر وړانګه پر نړۍ لګېدلې ده. روان کال د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پړانګ کال دی. زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم، هيله من يم چې تاسې د پړانګ په کال کې نيکمرغه او ښه ژوند ولرئ.
د چين کمونېست ګوند په تېر ۲۰۲۱م کال کې سل کلن مزل پوره کړ. د دغه ګوند د غړو شمېر له ۵۰ تنو څخه ۹۰ ميليونو ته پورته شوی، د چينايانو په مشرۍ يې خپل هېواد ته ډېر پرمختګونه او لوی بدلونونه راوړي دي.
چين شاوخوا يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري. په نوې زمانه کې د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې په دغه هيواد کې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه شوې او چيني ملت له زرګونه کلنې شديدې بېوزلۍ څخه وتلی دی.
د چين مېډيا ګروپ د روانې لويې زمانې د وفادر ثبتوونکي په توګه په تېر کال کې (( د نوې نړۍ د جوړونې زړوره روحيه)) ((له بېوزلۍ وتنه)) او ((د خلکو نسبتاً شتمنه ټولنه)) په ګډون يو شمېر په زړه پورې مستند فلمونه جوړ کړي، چې د چين د کمونېست ګوند او خلکو هڅې او مزلونه يې پکې ثبت او نړيوالې ټولنې ته يې د ياد ګوند د سل کلن پرمختګ اصلي لامل ښودلی دی.
رئيس شي جين پينګ يوه مياشت وړاندې په بهرنيو ژبو د چين د راډيويي چارو د ۸۰ مې کليزې په درشل کې سي اېم جي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه او ټول يې وهڅول، چې نړيوالو ته چين په ښه توګه وروپېژني او اوازونه يې ور ورسوي او هڅې وکړئ، چې سي اېم جي لارښوونکې، پياوړې او اغېزمنه رسنۍ وګرځوئ . موږ به دغې موخې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو!
د پخوانۍ زمانې يوه چيني فلسوف ويلي وو، چې د ډېرو هڅو په نتيجه کې سختې ستونزې لېرې او برياليتوب ترلاسه کېږي. د نړۍ په اوسنيو حالاتو کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي او کرونا وبا هم د خلکو پر ژوند ډېرې بدې اغېزې کړي، نو نننۍ نړۍ ډېره ارامه نه ښکاري، خو له دې سره سره بيا هم مونږ په سولې، پرمختګ او نيکمرغۍ پسې ګرځو او هيلې مو نه دي مړاوې شوي.
د سي اېم جي په خپرونو کې د (( په کېسو کې چين)) (( د چين په کلاسيکو اثارو کې ځېرکتيا))(( د چين د بېلابېلو ځايونو ميله)) په شمول يو لړ غوره پروګرامونه د چين لرغونی تاريخ او د خلکو ښکلی او رښتینی ژوند انعکاس او ثبت شوی او د (( ملي پارکونه)) او (( اولمپيک هنر )) په شمول په زړه پورې پروګرامونو کې په نوې زمانه کې د چين ښکلې منظرې او ښې بڼې وړاندې شوې دي.
چيني ستور مزلو څه موده وړاندې له فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول تنکيو ځوانانو ته لوست ورکړ، موږ د دغه درس په اړه ژوندۍ خپرونې جوړې کړې او ګڼ شمېر ځوانانو له ليرې فضا سره علاقه پيدا کړې ده.
د تېر کال په نيمايي کې ۱۶ پيلان د چين د يون نان له جنوبي برخې څخه شمالي برخې ته تللي وو او بېرته جنوبي برخې ته ستانه شول، سي اېم جي د خپلو چينلونو او اپليکېشنونو له لارې پدې اړه څه باندې ۷۰۰۰ ساعته ژوندۍ خپرونې وکړې او د نړۍ د بېلابېلو ځايونو د کتونکو توجه يې راجلب کړه.
د حقيقتونو پر اساس د راپورونو جوړول د نړۍ د ټولو رسنيو د کارکوونکو بنسټيز اصل دی. موږ په تېر کال کې د حقيقتونو په انعکاس عدالت خپور کړی دی. موږ د کرونا وبا ضد د مبارزې د جعلي نړيوالې درجه بندۍ په مقابل کې د نړيوالو انټرنېټ کاروونکو د نظر مالومولو په پار درې ځلې نظرپوښتنې ترسره کړې او پدې سره مو حقیقت روښانه کړ او تر سلو ميليونو زياتو بهرنيو انټرنېټ کاروونکو راسره همغږي ښودلې ده.
د افغانستان په اړه د سي اېم جي ځانګړو وېډيويي راپورونو د ځينو هېوادونو له هغو کړنو چې له وسلو يې ناوړه استفاده کړې او په کورکورانه ډول يې عام خلک وژلي دي، پرده پورته کړه او رسوا يې کړل او دغه راپورونه د ډېرو نړيوالو رسنيو لخوا هم شريک شوي دي.
موږ به هر وخت د رسنيو مسلکي اصول مراعت کوو او د حقيقتونو د انعکاس لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو! هيله من يو چې لويديځې رسنۍ له موږ سره په ګډه د رسنيو اعتبار وساتي! پر حقيقتونو ټينګار وکړي او سياسي ګټې، نژادي تبعيض او ايډيالوژيک تعصب لېرې او د نړيوالو افکارو لپاره عيني، عادلانه او مثبته او ښه فضا جوړه کړي.
هيڅوک حتی غرونه او سمندرونه هم هغه ملګري نه شي جلا کولی، چې مشترک فکرونه او ارزښتونه ولري. په تېر کال کې د سي اېم جي ملګري نور هم زيات شوي دي. موږ او بهرنيو رسنيزو ملګرو او دوستانو تېر کال يو بل ته څه باندې ۶۰۰ پيغامونه استولي او څه باندې ۲۰ ځلې مو مخامخ او يا په انلاين ‌ډول لېدنې کړې دي. موږ د ټولشموليت او مساواتو او متقابل اعتماد پر اساس د رسنيزو همکاريو ميکانيزم جوړ کړی، صادقانه او تودې خبرې مو کړي او متقابل اعتماد مو ورسره زيات شوی دی. زموږ د ملګرو رسنيو لخوا راليږل شوي صميمي پيغامونه موږ هڅوي، چې رسنيزې چارې لاښې کړو. ستاسو له باور څخه مننه کوم!
په اوسنۍ زمانه کې هرڅه ممکن دي، يوه اصطلاح ده، چې پيل هم بايد د کوڅې نڅا وکړي، نو مونږ به هم هڅې کوو، چې په همدې روحيې د رسنيو له لوی بدلون سره ځان برابر کړو. مونږ د توکيو د اولمپيک لوبو په موده کې په نړۍ کې تر ټولو لومړی له 4K تخنيک په استفادې دغه لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړې. مونږ د اولمپيک لوبو له همدې تخنيک څخه په استفادې د نړۍ لومړی ځانګړی تلويزيون چينل پرانيستی او د پرانيستلو له دريو مياشتو راهيسې يې تر ۴۰۰ ميلیونو ډېر کتونکي جلب کړي دي. څه باندې ۳۰ ورځې وروسته او د چين د پړانګ کال د پيل په درشل کې به د اولمپيک لوبو سپيڅلی اور يوځل بیا په بېجينګ کې بل شي.
سي اېم جي له 5G+4K/8K+AI تخنيک په استفادې د بېجينګ او جانګ جيا کوه ترمنځ په ګړنديو اورګاډو کې د ژوندۍ خپرونو لپاره واګونونه جوړ کړي او په نړۍ کې مو په لومړي ځل په ګړنديو اورګاډو کې د ډېرو روښانه وېډيوګانو د خپرولو لپاره تخنيکي ستونزې لرې کړې دي. موږ د بېلابېلو هېوادونو د ملګرو هرکلی کوو، چې له دې څخه په استفادې نړيوالو ته د بېجينګ د اولمپيک په زړه پورې، ښایسته او منلې ژمنۍ لوبې وښيي.
په چين کې يو شعر شته، مفهوم يې داسې: پر لوړ غره د پړانګ غړومبېدل شاړو ځمکو ته سمسورتيا ورکوي او د ونو د تازه پاڼو نری شمال کور په کور خلکو ته پسرلی ورکوي. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګریس به په روان کال کې ترسره شي او د هېواد د راتلونکي لپاره به نقشه جوړه کړي. موږ به په پوره او غوره کاري روحيې باکيفيته خپرونې جوړې کړو، نړيوالې ټولنې ته به په بېلا بېلو لارو د نوې زمانې فعال چين وروپېژنو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به رسنيز خدمتونه ترسره کړو.
زه يو ځل بيا تاسو او نړۍ ته نيکې هيلې وړاندې کوم!

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In