د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۵مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۱۰زره کسانو په لاريونونو کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې نږدې ۱۱۰ زره کسان د پاریس په سیمه کې راټول شوي وو او په ټول هېواد کې یې د دغو لاريونونو پر مهال ۱۳۱۴ کسان نیولي دي.
اعلاميه وايي، په همدې ورځ په فرانسه کې د اعتراضونو ۲۸۹ غونډې او لاریونونه ترسره شوي وو. دغه راز، ۷۵ داسې اورلګېدنې ثبت شوې وې چې د اور وژونکو مداخلې ته یې اړتیا لرله، ۲۴ سوداګریز دوکانونه لوټ شوي او ۵۳ امنیتي او قانون پلي کوونکي ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د تېرې اوونۍ د اعتراضونو په پرتله، د دې پړاو لاریونونه هم د ګډونوالو د شمېر او هم د تاوتریخوالي د کچې له پلوه کم وو.
بلخوا، فرانسوي رسنیو د کارګرو ډلو له قوله راپور ورکړی، چې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په لاريونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو ګډون کړی و.































