د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه هېواد د ملاتړ پلاوي مشرې هنا ټيټيح د نومبر په لسمه نېټه ويلي، چې نازک اقتصادي مدیریت، سياسي لاسوهنې او د سوان موادو د قاچاق او د پيسو مينځلو په شمول غير قانوني فعاليتونه د دې لامل شوي، چې لیبیا ته په ميلیارډونو ډالرو تاوان ورسېږي، د لیبیایانو ګټې زیانمنې کړي او د دغه هېواد اقتصادي او پولي ثبات خراب کړي.
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پلاوي په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه طرابلس کې د برلين پروسې په نوم د اقتصاد د کاري ګروپونو د پراخولو غونډه ترسره کړې او د ليبيا پر وړاندې د بېړنيو اقتصادي او پولي چلېنجو په اړه يې بحث او مشورې کړې دي.































