چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د نړيوال پرمختګ لپاره د چين خدمتونه

اکتوبر 27, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په يادغونډه کې وويل، چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون پر لارې ټينګار وکړي او تل د نړيوال پرمختګ لپاره تلپاتې خدمتونه وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه بايد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، څو خلک ترې ګټې واخلي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس په همدې ورځ وويل، چې د چين پرمختګ به نړۍ ته ښه فرصتونه برابر کړي.

چين له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې سوله ييز پرمختګ موندلی او په دې سره يې انسانانو ته زياتې ګټې رسولې دي. چين په تېرو کلونو کې چټک او ثابت اقتصادي پرمختګ کړی او نورو هېوادونو ته يې د بازار، پانګونې او پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې د دغه هېواد د خدمت ونډه په تېرو مسلسلو ۱۵ کلونو کې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده. چين د مالونو د معاملو لومړی لوی هېواد، د بهرنيو پانګو د راجلبولو لومړی لوی هېواد او د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو لومړی لوی تجارتي ملګری ګرځيدلی دی. له يادو لاسته راوړنو څخه د اصلاحاتو او ورخلاصون او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د چين کوښښونه ښکاري.

د چين يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په اغېزمنه توګه د اړوندو هېوادونو او سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هڅولی او د ځايي خلکو ژوند يې ښه کړی دی.

د يو کمربند او يوې لارې پشنهاد له وړاندې کېدو راهيسې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شوي او خپلمنځي همکارۍ يې لا پياوړې شوې دي. د يو کمربند او يوې لارې په اړه د دواړو خواوو د تفاهم يادښت لاسليک شوی، د کابل – اورموچي مستقيمه هوايي کرښه دوباره پرانيستل شوې، د چين او افغانستان ترمنځ د باروړنکو اورګاډيو تګ راتګ اعاده شوی او خپلمنځي همکاريو نور برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹م– ۲۰۲۰م په مالي کال کې د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت يو مليارډ او ۱۸۸ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او چين د افغانستان درېيم لوی سوداګريز ملګری دی. چين له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې په بېلا بېلو برخو کې د څه باندې ۳ زرو افغانانو لپاره روزنې برابرې کړې دي. چين په افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې څو څو ځله له دغه هېواد سره د واکسين، محافظتي توکو، خوراکي موادو او ژمنيو توکو په شمول بېلا بېلې مرستې کړي دي.

بر سيره پر دې، چين د ملګرو ملتونو له بنسټګرو غړو هېوادونو او د امنيت شورا له دايمي غړو څخه  دی او تل يې د ملګرو ملتونو منشور مراعات کړی او د رښتيني څواړخيزم په اساس يې د پرمختيايي هېوادونو همکارۍ پياوړې کړي او په نړيوالو چارو کې يې د پرمختيايي هېوادونو د نماينده ګۍ او خبرو حق لوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په تېر سپتمبر کې د رايګيرۍ له لارې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندويه پلاوي د ماموريت مودې د تمديد پريکړه ليک تصويب کړ. په م.م کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ په دغه ناسته کې د چين دريځ بيان کړ، د امريکا ناسمې کړنې يې وغندلې او له اړوندو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې د افغانستان د بيارغونې په چارو کې دې عمده مسئوليت پر غاړه واخلي او له دغه هېواد سره دې د اقتصاد، د خلکو د ژوند ښه والي او بشر دوستۍ مرستې وکړي.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د افغانستان  د لنډمهالي حکومت د لومړي وزير له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وويل، چې چين هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، هلته يې خپلې شخصي ګټې نه دي پاللي او د ځواک جوړونې هڅه يې نه ده کړې. چين د ټولو افغانانو پر وړاندې پر دوستانه تګلارې ټينګار کوي او د وضعيت د ثبات او بيا رغونې په برخه کې د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. چين له امريکا او نورو لويديځو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې پر افغانستان لګيدلي بنديزونه لغوه کړي. چين له بېلا بېلو خواوو څخه غواړي، چې په مناسبې مفکورې او عقلي رويې له افغان طالبانو سره تماس وساتي او د پرمختګ د ګټورې لارې د لټولو په برخه کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

پرمختګ د انسانانو لپاره ګډ ارزښت او د نړيوالو مسئلو د حل مهمه کيلي ده. چين د پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شوی او د اصلاحاتو او ورخلاصون د لا پياوړتيا او د نړيوال پرمختګ د ګډې ټولنې د ابادۍ په هڅه کې دی. تاريخي حقيقت او راتلونکي ته په کتو د چين پرمختګ د نړۍ لپاره ګټور فرصت دی.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In