”د ورېښمو په لار نړۍ نښلول شوې او فلمونو رڼا چانګان ځلوي“ په نوم د ورېښمو لارې ۱۳م نړيوال فلمي فيستوال د سپتمبر د ۱۹مې نېټې په شپه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې پرانيستل شو. د دغه فلمي فيستوال په موده کې به د مختلفو هېوادونو څه باندې ۴۰۰ په زړه پورې فلمونه نندارچيانو ته وړاندې شي، د ورېښمو طلايي لارې په نوم لړيزې جايزې به غوره فلمي پرسونلو ته ورکړې شي، د فلمي چارو د نظرونو تبادله او همکارۍ به پراخې او د تخنيکي نوښتونو او نويو فلمي چارو د روزلو فعاليتونه به تر سره شي.
د ورېښمو لارې ۱۳م نړيوال فلمي فيستوال د چين ميډيا ګروپ، د شاان شي او فوجيان ولايتي حکومتونو لخوا په ګډه ترتيب شوی دی.































