شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ټرمپ فرعوني خبرې او زموږ د چارواکو ذلیلانه غبرګون

جولای 24, 2019
in دریځ
0 0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې ویلي، که زه وغواړم چې په افغانستان کې جنګ ختم کړم، نو دا کار به فقط لس ورځې وخت وغواړي، خو زه باید لس میلیونه افغانان ووژنم، خو دا کار نه کوم. ټرمپ دغه راز وویل؛ موږ په افغانستان کې تر ټولو ستر بم وکاراوه او موږ کولای شو چې همدا کار بیا بیا وکړو. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی که له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، نو دا کار به د پاکستان په مشوره کوي.

د ټرمپ دغو خبرو ته سخت غبرګونونه ښودل شوي، خو تر ټولو له شرمه ډک او ذلیلانه غبرګون د ارګ د چارواکو دی چې په هېڅ ډول د افغانانو د ارادې او نظر څرګندونه نه کوي. د ټرمپ خبرې واقعاً وحشیانه او ظالمانه دي. دا رښتیا هم ډېره وحشیانه ده چې د یوه اټومي ځواک لرونکي هېواد ولسمشر د یو بل غریب او بې وسه هېواد د لسو میلیونو انسانان د وژلو ګواښ کوي. موږ پوهېږو چې امریکا داسې وسلې لري چې افغانستان غوندې هېواد پرې تباه کړي. له بله اړخه د امریکا تاریخ پر وحشت او جنایت ولاړ دی. د امریکا متحده ایالاتو بنسټ پر جنایت اېښودل شوی او د میلیونونو سره پوستو په وژلو سره یې خپل لومړنی ټاټوبی او دولت جوړ کړي دي. امریکا په جګړه او جنایت کې تر دې ځایه را رسېدلې ده او د خپل تاریخ ۹۳ سلنه وخت یې په جګړه کې تېر شوی دی. امریکا لومړنی هېواد دی چې اټوم بم یې کارولی دی او دغه راز ممنوعه وسلې یې کارولې او بشریت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

حیرانوونکې دا ده چې ټرمپ د خپلو مخالفینو نه، بلکې د لسو میلیونو افغانانو د وژنې او له جغرافیې د افغانستان د ورک کولو خبره کوي. داسې لکه له افغانستان او افغانانو سره چې په جګړه کې وي. دلته په کابل کې او په ځانګړي ډول محمد اشرف غني خلکو ته وايي چې د امریکا پر نیت شک مه کوئ، امنیتي تړون ورسره کوي او د امریکا پر هر جنایت چوپ دی. اوس یې د ټرمپ خبرو ته له شرمه ډک غبرګون ښودلی دی. یوه بې مانا او بې ارزښته اعلامیه یې خپره کړې چې پکې یې د وضاحت غوښتنه کړې ده. د څه شي وضاحت!؟ هر څه واضح دي او هېڅ شی وضاحت ته اړتیا نه لري.

که اشرف غني او نورو چارواکو د واک له پیل څخه تر اوسه د افغانانو د ارادې تمثیل کړی وی، نو ټرمپ به د پاکستاني چارواکو په مخکې د افغانان په اړه داسې وحشیانه خبرې نه وی کړې. که اشرف غني د جان کیري فیصلې ته نه وی تسلیم شوی، که یې په پټو سترګو او خاینانه ډول امنیتي تړون نه وی لاسلیک کړی، که یې پر خپله خاوره د بمونو د مور د استعمال هرکلی نه وی کړی، که یې د خپلو ښځو، ماشومانو او بېګناه وګړو پر وژنه ذلیلانه چوپتیا نه وی غوره کړې، که یې د خپلو امنیتي ځواکونو د بمبارۍ پوښتنه کړې وی، که یې د افغانستان پر سر له پاکستان سره د معاملې پوښتنه کړې وی، که یې د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ طرحه خپله نه وی ګڼلې او هرکلی یې نه وی کړی او که یې بالاخره د افغانانو د غیرت، تاریخ، عزت او ارزښتونو پر اساس دریځ نیولی وی، نو نن به ټرمپ زموږ په اړه داسې فرعونانه خبرې نه وی کړې.

د امریکا پر وړاندې د ملي یووالي د حکومت چاپلوسانه، مزدورانه او غلامانه چلند د دې سبب شوی چې اوس امریکا هم زموږ پر هېواد له پاکستان او نورو سره معامله وکړي او هم زموږ د لسو میلیونو انسانانو د وژنې او د نړۍ له نقشې د افغانستان د ورکولو ګواښ وکړي.

Share12Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In