د چين د کرنيزو چارو او کليوالو سيمو وزارت د سپټمبر په ۹مه نېټه یوه خبري ناسته جوړه کړې او پکې يې د چيني بزګرانو د حاصلاتو د سږني فیسټيوال د نمانځنې په پار د اړوندو فعاليتونو عمومي پلان معرفي کړی دی.
د روان کال د سپټمبر ۲۳مه نېټه د چيني بزګرانو د حاصلاتو له نهم فیسټيوال سره برابره ده. د پلان له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې او د پوهنې وزارت په ګډون ۱۷ ارګانونه به د دې فیسټيوال د نمانځنې په پار ۴۷ مهم فعاليتونه جوړ کړي. په دې کې به عمده فعاليت د دغه هېواد د هوبې ولايت د ځاو يانګ ښار په دونګ جياو کلي کې تر سره شي. د دې تر څنګ، د بزګرانو لپاره به د هېواد په کچه د روغتیایي معاینې، د ساینس د عامه پوهاوي د ترویج او د مصرف د هڅونې په ګډون ۴۶ فعاليتونه تر سره شي، چې پکې د ساینس، د حقوقي زده کړې د عامه پوهاوي، روغتیایي معاینې، کلتور او سپورت خدمات شامل دي.































