یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين ـ منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه

جان روان ځاځی

جون 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0
د چين ـ منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه د جون په ۱۷مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې ترسره شوه او برخوال هېوادونه یې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوي پړاو ته داخل شوي دي.

‏په دغې سرمشريزې کې د سیمه ييزو همکاريو پر پياوړتيا، امنيت او سوداګريزو او اقتصادي اړيکو خبرې شوې دي.

د چين دولت رئيس شي جین پينګ د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکايف په بلنه د جون په ۱۶مې نېټې دغه هېواد ته په درې ورځني سفر تللی او د چين – منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه کې یې ګډون کړی دی.

نوموړي يادې سرمشريزې ته په وينا کې له چين او د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي، چې د لوړ کيفیت « کمربند او لار» همکارۍ پراخې کړي او د چين او منځنۍ اسیا د ګډ راتلونکي ټولنې د جوړېدو موخې ته د رسیدو لپاره د چين ـ منځنۍ اسيا روحيې تر لارښوونې لاندې پر مخ ولاړ شي.

په دغې غونډه کې د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف هم ګډون کړی و.

يادو مشرانو په خپلو خبرو کې په دوستانه فضا کې د چين ـ منځنۍ اسیا لومړۍ (شي ان) سرمشريزې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د مختلفو برخو همکاريزې لاسته راوړنې يادې کړي، د راتلونکي پرمختګ پر لوري يې بحثونه کړي او هوکړه يې کړې چې ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ به بيا خپره کړي، پر خپلمنځني دوستۍ به ټينګار ولري او د چين- منځنۍ اسيا د ګډ پرخليک ټولنې ابادي به پر له پسې پرمخ بوزي.

شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې چين په تېرو دوو کلونو کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ژور او عملي کارونه کړي، خپلمنځي هراړخيزو همکاریو يې مثبت پرمختګ موندلی، د چين- منځنۍ اسيا ميکانيزم پراخ چوکاټ يې جوړ کړی، د لومړۍ سرمشريزې ګډې نظريې يې پوره پلې کړي، همکاريزه لار يې لا پسې پراخه کړې او خپلمنځي دوستي يې ورځ تر بلې په پراخېدو ده.

نوموړي ويلي، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه دې د يو کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.

د چين – منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه د ۲۰۲۳م کال په مې کې د چين په لرغوني شي ان ښار کې ترسره شوه، چې پدې سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو نوې زمانه پيل شوې ده.

شي جين بينګ دغې سرمشريزې ته په وينا کې د منځنۍ اسيا د ابادۍ او همدارنګه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برليک ټولنې د ابادۍ لپاره وړانديزونه وکړل او د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو تود هرکلی یې ترلاسه کړ او همغه وخت راهیسې د دواړو خواوو اړيکې ډېرې نږدې شوې دي.

چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لري، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکاريو سندونه يې ورسره لاسليک کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې د عملي کولو لپاره يې دوه اړخيزې هڅې ورسره پيل کړې دي.

رئیس شي جین پينګ د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي او په پراخو برخو کې يې ګډې همکارۍ اړينې بللي او په خبره يې، د دواړو لورو خلک د اړيکو له پراختيا څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې پدې سره دغو اړيکو په نوې زمانه کې پياوړی حياتي ځواک ښودلی دی.

د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډ مشارکت د اصولو په رڼا کې د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي، د همکاريو جوړښت يې بشپړ شوی او د اقتصاد او سوداګرۍ، صنايعو او پانګونې، زراعت، ترافيک، ګمرک، امنيت او پېښو ته د رسېدنې په برخو کې يې د همکاريو ميکانيزمونه روان دي.

چين او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په تېرو دوو کالونو کې پرانېستو همکاريو، ټولشموليت، متقابلو زده کړو او ګډو ګټو اصولو ته مخه کړې او د ښوونې، روغتيا، سياحت په ګډون بېلا بېلو برخو کې یې همکارۍ پراخې کړې دي او په دې هڅه کې دي، چې د متقابل پوهاوي، دوستۍ او ګډ برخليک نوی څپرکی پرانيزي.

دواړه خواوې له تېرو دوو کلونو راهیسې ښې لاسته راوړنې لري، چې دلته به یې څو بېلګو ته اشارې ولرو.

په ۲۰۲۴م کال کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د چين د سوداګرۍ ارزښت ۹۴ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چين د منځنۍ اسيا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی او په يادو هېوادونو کې ډېرې پراخې پانګونې کړې دي، د چين له ډېرو ځايونو څخه د چين- منځنۍ اسيا د اورګاډو تګ راتګ پيل شوی او په شي ان ښار کې د قزاقستان او چين په ګډې پانګونې جوړ شوی بندر فعال شوی او باکيفيته پرمختګ يې کړی دی او دغه راز د ټي ايي ټي ار (TITR) ټرانسپورټي دهليز د جوړولو چارې يې هم روانې دي.

د چين، قرغېزستان او ازبکستان د رېللارې د جوړولو پروژه، چې درې هېوادونه سره نښلوي او ۵۲۳ کيلومتره اوږدوالی لري، د روان کال د اپرېل په ۲۹مه پيل شوې ده.

دغه لاره د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ تر ټولو لنډه ځمکنۍ لار ده، چې د مالونو د لېږد وخت او لګښت به کم کړي او سيمه ييز اقتصاد ته به همغږی پرمختګ ورکړي.

د شي ان – الماتا لومړي اورګاډي، چې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د کلتوري تبادلې او سياحت لپاره ځانګړی شوی، د روان کال د مې په ۳۱ مې تګ راتګ پيل کړی، چې پدې سره د چين او قزاقستان ترمنځ د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلو فعاليتونه پيل شوي دي.

سږکال په قزاقستان کې ( چين ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او په چين کې هم (قزاقستان ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او ډېرو چینايانو د قزاقستان سمرقند او بخارا سيمو ته سفرونه کړي او د منځنۍ اسيا دودونه يې تجربه کړي دي او د دې ترڅنګ بیا د منځنۍ اسیا ډېرو خلکو چين ته سفرونه کړي دي.

شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د چين – منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه کې له ګډون مخکې له خپل قزاقستاني سیال سره هم ليدلي او پر ځينو موضوعاتو يې ورسره بحث او خبرې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين او قزاقستان ترمنځ‌ اړيکې له نړيوالو بدلونونو سره سره په لوړې سويې روانې دي او په خبره یې، هېواد يې له قزاقستان سره اړيکو ته په ستراتيژيک نظر ګوري او غواړي چې خپلمنځي دوستي يې ورسره دوامداره پاتې شي.

شي جين پينګ د چين ـ منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې د جوړېدو لپاره د قزاقستان د کارونو ستاينه کړې او باور يې ښودلی، چې دغه سرمشريزه به د چين او منځنۍ اسيا د همکاريو نوې پاڼه پرانيزي.

قاسم جومارت توکايف چين د قزاقستان ښه ګاونډی او باوري ملګری ياد کړی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره متقابل ستراتيژيک اعتماد او متقابلې همکارۍ ژورې او خپلمنځي اړيکې به ورسره لا پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، قزاقستان او چين دې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ په برخه کې ګډې هڅې وکړي، د تجارت، پانګونې، صنعت، زراعت، انرژۍ او ټرانسپورټ او  دغه راز د کلتور، تعلیم، سپورټ او سيلانيزو چارو په برخو کې دې راکړې ورکړې او همکارۍ زیاتې کړي.

د چين او قزاقستان د سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ، ګمرکاتو، سیلانۍ او رسنيو د برخو استازو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې ۱۰ دوه اړخيز همکاريز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In