د روان کال په سپتمبر کې د چين او اسيان ۲۳م نندارتون د ګوانګ شي جوانګ قوم د کورواکې سیمې په نان نينګ ښار کې پرانيستل شو چې عمده موضوع يې د فرصت شريکول او د نيکمرغه ژوند لټول دي.
روان کال په دې نندارتون کې په لومړي ځل د اسیان هېوادونو د اړتیاوو فرعي نندارتون هم جوړ شوی او په دې سره هغه يو اړخیز ماډل بدل شوی چې پخوا په نندارتون کې يوازې د چين توليدات نندارچينانو ته وړاندې کېدل او اسیان هېوادونو پکې ګډون درلود. د دې ماډل تر شا هغه ژور بدلون نغښتی چې د چین او اسيان ترمنځ اړيکې له سوداګريزې همکارۍ څخه پرمختیايي همکارۍ ته لوړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۴م کال کې د د چين- اسيان په لومړي نندارتون کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت له سل ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و. په ۲۰۲۵م کال کې دغه شمېر له يو ټريليون امريکايي ډالرو څخه واوښت چې رقم يې د لومړۍ دورې په پرتله لس برابره زياتوالی ښيي.
مهمه دا ده چې د توکو جوړښت يې هم بدل شوی دی. د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې د ډيجټلي اقتصاد، زرغونې انرژۍ او ځيرک تولید په شمول د درېیو ډولو توليداتو د دوه اړخيزې سوداګريزې اندازې زياتوالی په منځنۍ توګه له ۲۵سلنې څخه چټک شوی چې د زياتوالي سرعت يې له نورو توکو چټک ښکاري.
د سيمې همکارۍ حياتي ځواک له دوو معيارونو سره تړاو لري چې يو يې په سوداګريز جوړښت کې لا غوره والی راوستل شوی کنه او بل يې په سوداګريزو چارو کې منځنيو او کوچنيو تصديو ګډون کړی او کنه.دا دوه معيارونه په سږني نندارتون کې انعکاس کيږي.
په سږني نندارتون کې درې ټکي د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. لومړی، د ار اي سي پي (RECP) له مخې د توليداتو د اصلي توليدي ځایونو اصول د فابريکو پټې د انتخابولو منطق بدل کړی دی.
د بېلګې په توګه د دونګګوان په الکترونکي تصدۍ کې توليد شوي ځيرکې کیلي چې ښايي چيپ يې له شنجن ښاره، پلاستيکي پرزې يې له ماليزيا او بېټرۍ يې له ويتنام څخه راغلي، خو په اخر کې په تايلنډ کې ټولې برخې سره يوځای کېږي او اروپا ته صادريږي. پخوا يوازې دا چې ټوله توليدي پروسه په چين کې بشپړه کېږي، توليدي تصدۍ د صادراتو له امتیازي تګلارو څخه برخمنې شي. خو اوس تصدۍ د اسيان په پنځو هېوادونو کې اړوندې همکارۍ تر سره کولی شي، چېرې چې لګښت يې ټيت ښکاري، هلته به خپل همکاران غوره کولای شي.
دويم، سيستماتيک ورخلاصون زياتې ګټې لري.
په سږني نندارتون کې د چین او اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د درېيمې نسخې پروتوکول لاسلیک تر ټولو لوی خبر بلل کېږي. په دې پروتوکول کې د ډيجټلي سوداګرۍ د اصولو، د زرغونو معيارونو د متقابلې پېژندنې، د نړيوالې الکترونکې سوداګرۍ د اسانه کېدو او د منځنیو او کوچنيو تصديو د وړتيا پياوتيا په ګډون څلور برخې زياتې شوې دي. نو دا په دې مانا ده، اړوندې خواوې له دې لارې د اصولو د ګډو ټاکلو له لارې له يو بل سره دايمي کاروبار غواړي.
درېيم: پينګلو کانال يوازې د چين نه دی، بلکې د سيمې مهمه ترازيټي لار ده.
دغه کانال د د چين – اسيان د سږني نندارتون له جوړېدو دوه ورځې مخکې په رسمي توګه پرانيستل شو. دا په چین کې لومړی داسې کانال دی چې سيند او سمندر سره نښلوي او اوږدوالی يې ۱۳۴.۲ کيلومتره دی. د دې کانال په پرانيستلو سره د ګوانګ شي دننه وچه او بېبو خليج سره تړل کېږي او له دې لارې د چين د يوننان، ګويجو او سېچوان او اسيان ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد وخت او لګښت ډېر کمېږي.
که څه هم د چين او اسیان د يو ځای کېدو بهير له ننګونو او ستونزو سره مخ دی، خو دغه بهير د دې نندارتون او نورو فعاليتونو په تر سره کېدو سره پر له پسې پرمختګ کوي.































