د چين دولت رئیس شي جين پينګ به د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه د سپتمبر له ۲۳ مې نېټې تر ۲۵ مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي لېدنه وکړي. د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د سپتمبر په ۲۱مې نېټې په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبري رسنيو ته د دې لېدنې د اړوندو ترتیباتو او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته د چيني لوري د هيلې په اړه معلومات ورکړي دي.
ګوه جيا کون وويل، رئیس شي جين پينګ به د دې سفر پر مهال له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د نړيوالې سولې او پرمختګ په برخو کې د مهمو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
ګوه جيا کون څرګنده کړه، چې د مشرانو ډيپلوماسي د چين او امريکا د اړيکو لپاره بې بديله ستراتېژيک لارښوونکی رول لري، د چين او امريکا مشران په نيم کال کې يو د بل هېواد ته سفر کوي، چې همدا ډېر تاريخي او خورا مهم اهميت لري. چين به له امريکا سره په ګډه خپلمنځي رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړيکې معنی دارې کړي، خبرې او همکارۍ به پياوړې، اختلافات به جدي کنټرول، د دواړو هېوادونو د خلکو رفاه به زياته کړي او نړيواله سوله، ټکاو او سمسورتيا به وهڅوي.































