د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، پر کونړ ولایت د پاکستان په هوايي بریدونو کې درې ملکي وګړي، چې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې یو شمېر استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري حقونو د قوانینو پر رعایت ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.






























