د ډنمارک د صدارت ماڼۍ د سپتمبر په ۲۱ مې نېټې اعلان وکړ، چې ډنمارک او د ده کورواکه ګرينلانډ ټاپو به د سپتمبر په ۲۲ مې نېټې له امريکا سره په نيويارک کې يو امنیتي تړون لاسلیک کړي، چې موخه یې “په ارکټیک او شمالي اتلانتیک سیمو کې د امنیت پیاوړي کول” دي.
د ډنمارک صدارت ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد لومړۍ وزیره فریډریکسن، د ګرينلانډ لومړي وزیر جینزفریډریک نیلسن او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ګډه دا تړون لاسلیک کړي. د لاسلیک مراسم به د امريکا د ختيځې برخې په وخت د سپتمبر د ۲۲مې نېټې په سهار لس نيمو بجو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پيل شي.
د ډنمارک صدارت ماڼۍ په خپلې خبرپاڼې کې د دې تړون جزئيات نه دي ورکړي.































