د چین د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۲۰مې نېټې په یوه خبري ناسته کې د سږ کال په لومړيو دريو ربعو کې د دغه هېواد د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ د پرمختګ په اړه مالومات ورکړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دریو ربعو کې د برېښنايي معلوماتو د تولیدي چارو عواید او ګټې پر له پسې زياتې شوي او اضافي ارزښت يې ۱۵ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوی دی.
له تېر جنورۍ څخه تر اګست پورې، د چين د برېښنايي معلوماتو د تولیدي چارو عواید ۱۲ اعشاریه ۸ ټریلیونه یوانه ښودل شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی ښيي او ۸۴۷ ميلیارډه او ۵۰۰ میلیونه یوانه ګټه یې کړې ده، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰۹ اعشاریه ۹ سلنه ډېروالی ښيي.
د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت مسؤل شيه څون په يادې خبري ناستې کې ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په شمول ځينو برخو کې د چين نوښتونه ډېر شوي او د صنعتي پرمختګ لپاره يې عمده حیاتی ځواک برابر کړی دی.































