د ځيرکې سيالۍ راتلونکی ـــ د ځيرکو روبوټونو د عملي مهارتونو لومړی نندارتون د اکتوبر په ۲۰مې نېټې په نانجینګ کې د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب ترسره شو.
په دغه نندارتون کې د ځيرکو روبوټونو د استعمالېدو لس سناریوګانې نندارې ته وړاندې شوي، چې د ځيرک توليد د ټول ځنځير، په ځانګړو برخو کې د امنيت ساتلو د فعاليتونو، په هنري او سياحتي ځايونو کې د سمارټ خدمتونو او د صنعت او تعليم د ګډې ښوونې په شمول ځينو برخو پسې تړاو درلود.
روبوټونه به په راتلونکي کې په زرګونو صنعتونو کې وکارول شي او د صنعت او ژوند په چارو کې به رول ولوبوي.
چين ميډيا ګروپ مخکې په بېجينګ او هانګ جو کې هم د مصنوعي ځيرکتيا د استفادې د نوښت په برخه کې نندارتونونه ترسره کړي دي.































